د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل وايي چې په دغه هېواد کې څه باندې دوه مېلیونه او ۵۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي چې له دې منځه ۳۰۰ زره تنه یې قانوني اسناد نهلري.
عبدالجبار تخاري وايي چې سفارت او په کراچۍ ښار کې کونسلګري د دې په هڅه کې ده چې په پاکستان کې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
ښاغلي تخاري وویل:«په ټوله کې هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري شمېر یې دوه مېلیون او ۱۰۶تنه دی.»
له دې سره همهماله په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي مرستیال بیا وايي، هېواد یې نور له افغان کډوالو سره همکاري نه شي کولای.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي مرستیال محمد عامر خان په دې هکله وايي:«په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورین د دې لامل شوی چې مېلیونونه افغانان له لوږې او بېوزلۍ د ژغورنې په موخه کډوال شي او ډېری دغه کډوال پاکستان ته تللي؛ خو موږ نور نه شو کولای چې په دې برخه کې همکاري وکړو او د نړۍوالې ټولنې بل غړی هېواد دې د افغان کډوالو کوربتوب وکړي.»
د کډوالو د حقونو چارو فعالانې بیا پر دې باور دي چې سرپرست حکومت باید د افغانانو د کډوالۍ د مخنیوي په موخه هېوادوالو ته په افغانستان کې د هوسا ژوند زمینه برابره کړي.
د کډوالو د حقونو د برخې فعاله آصفه ستانکزۍ څرګندوي:«اسلامي امارت دې یوه ثبات لرونکي ژوند زمینه برابره کړي چې د دغو کډوالیو مخه ونیول شي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، کابو درې مېلیونه افغان کډوال په پاکستان، نږدې درې مېلیونه نور په ایران او یو مېلیون نور هم بیا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې اوسېږي.