Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وحیدي: د هلمند له سینده حق‌ابه د دغه هېواد له لومړۍ درجې موضوعګانو څخه ده

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د هلمند له سینده د ایران د حق‌ابې موضوع تعقیب د دغه هېواد له «لومړۍ درجې» موضوعګانو څخه ده.

ښاغلي وحیدي د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي چې د هلمند له سنیده د دغه هېواد د اوبو د تامین په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

نوموړي ویلي چې په تېرو کلونو هم د افغانستان چارواکو د دغه هېواد د اوبو د ورکړې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی.

له دې مخکې د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان ویلي چې به د سیستان او بلوچستان د اوبو د تامین لپاره به هر لازم اقدام ترسره کړي.

د هغه په وینا د دې سربېره چې ایران د هلمند له سنیده د حق‌ابې په هکله اسلامي امارت ته پرله‌پسې مشورې ورکړي؛ خو تراوسه ایران له دغو اوبو خپله لازمه برخه نه ده ترلاسه کړې.

ورته مهال د چارو ځينې شوونکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د حق‌ابې مسئلې پر حل د خبرو اترو له لارې ټینګار کړی دی.

د سیاسي چارو شنوونکی جنت فهیم چکري په دې هکله طلو‌ع‌نیوز ته وویل:«یو بند جوړ شوی چې په دغه بند کې لومړی حق د افغانستان د خلکو دی چې اوبه یې استفاده کړي او له هغې وروسته کولای شي چې د ایران د حق‌ابه لپاره به له سره به د ایران حق‌ابه ولیکل شي.»

د سیاسي چارو شنوونکی احمد خان اندړ وايي:«هیله لرو چې د ایران حکومت باید د حق‌ابې موضوع پلمه نه کړي، او داسې وضعیت رامنځته کړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې خرابې شي او د ۱۳۵۱ کال د تړون په مطابق به د هیرمند د حق‌ابې موضوع د افغانستان او ایران ترمنځ حل شي.» 

اسلامي امارت له دې مخکې هم په ځلونو ویلي چې د ۱۳۵۱ کال معاهدې ته چې د ایران د حق‌ابې په تړاو ده ژمن دی؛ خو دم‌ګړۍ د هلمند د سیند د اوبو کچه د وچکالیو له امله ټیټه ده او په هغه کې بسندویه اوبه شتون نه‌لري.

د هلمند د سنید د اوبو معاهده په ۱۳۵۱ کال هجري لمریز کال کې د افغانستان او ایران د شاهي دولتونو ترمنځ لاسلیک شوی دی؛ د دغه تړون پر بنسټ، د هلمند له سینده د ایران حق‌ابه په یوه کال کې ۸۲۰ مېلیونه مټره مکعب اوبه په پام کې نیول شوي دي.

شریک یي کړئ