د بریټانیا پارلمان د دفاع غوراوي کمېټې مشر ټوبایس ایلووډ وايي، بریټانیا باید د کابل په اړه پر خپله ډېپلوماټیکه تګلاره بیا کتنه وکړي.
نوموړي همداراز وړاندیز کړی چې هېواد یې باید په کابل کې خپل سفارت پرانیزي او د افغانستان له اوسني حکومت سره خبرې پیل کړي، ځکه په وینا یې په افغانستان کې بریټانیا سفارت د امنیتي ستونزو له کبله نه؛ بلکې د سیاسي مسایلو له کبله تړل شوی دی.
هغه په یوې مقاله کې چې د ټلګراف پر وېبپاڼه خپره شوې، لیکلي: «زه طالب خوښی نه یم. سربېره پر دې، زما ورور په ۲۰۰۲ کال کې د سخت دریځو اسلامپالو له لوري وژل شوی دی. پوهېږم چې د هغوی سیاستونه زموږ له ارزښتونو سره یو شان نهدي، خو ګورو چې له جګړې ستړی دغه هېواد [افغانستان]، لېواله دی چې جوړجاړی ورسره وشي.»
دغه بریټانوي چارواکی زیاتوي، د دې وخت رارسېدلی چې په افغانستان کې له اوسني حکومت سره کار پیل شي، څو دغه هېواد د "بېثباتۍ، ترهګرۍ او ډلهییزې کډوالۍ" بل پړاو ته له ننوتلو څخه وژغورل شي.
ښاغلي الووډ پهدې مقاله کې وړاندې لیکلي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ په اړه دې هم بیا کتنه وشي او لوېدیځ باید د خپلې مرورتیا له دوامه لاس واخلي، ځکه په خبره یې د افغانستان له اوسني بحرانه یوازې ملت ته زیان رسېږي.
نوموړي د امنیت ښه کېدل، د خلکو ازاد تګ-راتګ، د پخواني پراخ اداري فساد ورکېدل او د نشهيي توکو کاروبار پیکه کېدل، د افغانستان مهم بدلونونه بللي او د کجکي برېښنا بند تر څنګ یې د ځینو پروژو فعالېدل او د کانونو استخراج هم په افغانستان کې د پرمختګ نښې بللې دي.
له دې سره سم، یو شمېر سیاسي کارپوهان د افغانستان له اوسني حکومت سره پر تعامل د ټینګار تر څنګ په افغانستان کې د بریټانیا سفارت پرانیستل کېدل له هېوادونو سره د سیاسي اړیکو په برخه کې یو شین څراغ بولي.
د سیاسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: «زما اند دا دی، هغه هېوادونه چې له افغانستانه وېره لري، یوازېنۍ لار دا ده چې وکولای شي مبارزه وکړي او په افغانستان کې د ستونزو مخه ونیسي، د افغانستان له حاکم حکومت سره دې تعامل ته کېني، خپل سفارتونه دې پرانیزي او افغانستان دې په رسمیت وپېژني.»
د سیاسي چارو یو بل کارپوه احمد خان اندړ وايي: «د انګلستان سفارت پرانیستل کېدل کولای شي د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره یو شین څراغ واوسي او هیلهمن یوو چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د ډېپلوماټیکو او سیاسي اړیکو په خاطر د بریټانیا د پارلمان د دې غړي له څرګندونو سمه ګټه پورته کړي.»
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، ګڼو هېوادونو خپل سفارتونو وتړل او تر دې مهاله هېڅ هېواد د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.