Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نوې ادعا؛ ټي ټي پي په افغانستان کې پټن‌ځای لري

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ادعا کړې چې افغانستان د پاکستاني طالبانو د تحریک لپاره په امن‌ځای بدل شوی دی.

رانا ثنا‌ءالله له اج‌نیوز سره په مرکه کې له سرپرست حکومته غوښتي پر هغه څه چې له نړۍ سره یې پرې ژمنه کړې ودرېږي.
                                             
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي:«هغوی تېروته کوي، تاسو پوهېږئ چې زموږ د پوځ د افسرانو او سرتېرو په ګډون د پاکستان امنیتي ځواکونه هره ورځ وژل کېږي. دلته خوندي پناه ځای نشته، خوندي پناه ځای هغې غاړې ته دی، همالته سمبالېږي او یوه درې یا پنځه کسیزه ډله د همدې هدف لپاره رالېږي، په دې برخه کې له افغان حکومت سره خبرې روانې دي.»

خو اسلامي امارت د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د دغو څرګندونو په غبرګون کې وایي، چې د پاکساني طالبانو تحریک په هېواد کې حضور نه لري او د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه ده.
                                           
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلو‌ع‌نیوز ته وویل:«موږ په ټي ټي پي پورې اړوند کسان دلته نه پېږدو او همدارنګه د پاکستان کورنۍ چارې په هغوی پورې اړه لري. باید په پاکستان کې امنیت ونیسي، نه دا چې کله له خپلو ځينو اقداماتو عاجزه کېږي، بیا د ذهنونو د بوختولو لپاره موضوع بیا افغانستان پورې تړي.»

بل خوا، د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند په یوې خبرې غونډه کې وایي، داسې نښې نشته چې افغان کډوال دې په پاکستان او یا سرحدي سیمو کې په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس ولري.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي:«موږ هېڅ داسې نښه نه ده لیدلې چې افغان کډوال دې په پاکستان او یا د پولې په اوږدو کې ترهګریزې کړنې ترسره کړې وي.»
                                               
د پوځي چارو شنوونکی اسدالله ندیم  هم څرګندوي:«ټي ټي پي په افغانستان کې پیاوړی او فعال شتون لري؛ خو طالبان پر هغوی نفوذ لري او پاکستان سره د هوکړې په مطابق توانېدلي چې تر یوه بریده، د پاکستان په خاوره کې د هغوی د عملیاتو مخه ونیسي.»

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ په یوې اعلامیه کې ویلي وو، چې د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان په خاوره کې خوندي پناه ځایونه لري.  په دغې اعلامیه کې د پاکستان د پوځ مشر زیاته کړې وه، چې د پاکستان پر پوځ برید د زغملو نه دی او د پوځ ځواکونه به یې کلک ځواب ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه