Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اروپايي ټولنې له خوا د بندیزونو پر لګولو د عدلیې وزارت د سرپرست نیوکه

د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي په دیني - علمي سمینار کې چې د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا جوړ شوی، د اسلامي امارت پر ځينو غړو د بندیزونو پر لګولو نیوکه کړې ده.

عبدالحکیم شرعي ټینګار کوي چې د خلکو له خوا د اوسني نظام د پياوړتیا په صورت کې، اسلامي امارت به هم پر نړۍوالې ټولنې بندیز ولګوي.

ښاغلي په داسې حال کې د بندیزونو پر لګولو نیوکه کړې چې اروپايي ټولنې دوه ورځې مخکې د سترې محکمې د رییس، د پوهنې او د عدليې وزارتونو د سرپرستانو نومونه د اروپايي ټولنې د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړل.

د عدليې وزارت سرپرست وویل:«که موږ او تاسو یو شو او د دې نظام ترڅنګه ودرېږو، نو زه تاسو ته دا ډاډ او زیری درکوم چې نن خو دوی بندیزونه لګوي، داسې وخت به راځي چې موږ او تاسو به پرې بندیزونه لګوو.»

اروپايي ټولنې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بندیزونه د اسلامي امارت پر چارواکو د بشري حقونو د سرغړونو او په ځانګړې توګه له زده‌کړو د نجونو د محرومولو له امله لګول شوي دي.

د سیاسي چارو شنوونکی احمد خان اندړ په دې هکله وايي:«که‌چېري د افغانستان د اسلامي امارت چارواکي بهرنیو هېوادونو ته د غونډو لپاره سفرونه ونه شي کړی واضح خبره ده، کوم واټن چې د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د سیاسي تعامل لپاره شتون لري دا به نور هم زیات شي.»

بل خوا په دغه سمینار کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د شرعیت له چوکاټ سره سم په تحصیلي بنسټونو کې د محصلینو د صورت او سیرت پر برابروالي ټینکار کوي او دا د پوهنتونونو د استادانو مسوولیت ګڼي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم څرګنده کړه:«هغه پیغمبري سنت چې د انسان په صورت کې باید حاکم وي، چې یا لونګۍ ولري، یا يې خولۍ په سر وي او یا ږیره ولري یا داسې لباس ولري، چې هغه د ده د حیا تحفظ کوي هغه موږ تر ډېره په پوهنتونونو کې نه‌لرو، نو د محصلینو صورت او سیرت په شرعیت برابرول د استادانو مکلفیت دی.»

دغه دیني - علمي سمینار چې د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا د کابل په پوهنتون کې د اسلامي ثقافت استادانو، امامانو او مبلغینو لپاره په لار اچول شوی، درې ورځې به دوام ولري.

عبدالحکیم شرعي ټینګار کوي چې د خلکو له خوا د اوسني نظام د پياوړتیا په صورت کې به اسلامي امارت هم پر نړۍوالې ټولنې بندیز ولګوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه