د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې، تېر کال کې یې له کورنیو پانګوالو سره د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د کوچنیو کانونو د کیندنې تر ۱۰۰ زیات بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور، ولس ته د حساب ورکونې د پروګرام په لړ کې وايي چې په دغو تړونونو کې د مرمرو، رخام، تراوتین، فلورایټ او د ګڼو نورو کانونو تړونونه شاملېږي.
د دغه وزارت سرپرست همدارنګه زیاتوي چې د دې وزارت یوه ښځینه کارکوونکې هم له دندې نه ده ګوښه شوې او ټولو ته میاشتني معاشونه ورکول کېږي.
شهاب الدین دلاور په دې هکله وویل:«زموږ او تاسو خویندې چې په کورونو کې دي او دفتر ته نه راځي میاشت په میاشت هماغه تخواګانې چې په تېره اداره کې ورکول کېدي ورکول کېږي او یو کس هم موږ له خپلې دندې نه دی لرې کړی.»
شهاب الدین دلاور بیا وايي، اسلامي امارت د کانونو په برخه کې روڼتیا او مسلکیتوب ته ژمن دی او عواید به یې ولس ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د ملي پروژو په عملي کولو کې ولګول شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي:«په دې سکتور کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره زمینه برابره شوې ده او د دوی د جلب لپاره دومره په جدیت کار روان دی چې موږ يې په ملاقاتونو پسې نه شو رسېدلی.»
دغه وزارت بیا ټينګار کوي چې د مس عینک پروژې کار به وروسته له هغې پېل شي چې له یادې سیمې لرغوني اثار بل ځای ته ولېږدول شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاتوي، د کانونو د استخراج په بهیر کې بشپړه روڼتیا شته او په هېواد کې یو کان هم په ناقانونه توګه نه استخراجيږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي:«ډېری هغه کاني سیمې چې پخوا په غیرقانوني ډول کیندل کېدې اوس يې کېندل بند شوي او د دې ترڅنګ وزارت د یادو سیمو د رسمي کېدو لپاره کار کوي، څو په دایمي ډول د غیرقانوني کیندنو مخه په هېواد کې ونیول شي.»
دغه وزارت بیا وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې د سمنټو د تولید د شپږو پروژو له ګټې اخیستنې وروسته به افغانستان له دې پلوه پر ځانبسیا شي.