Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا د رسمیت پېژندلو په هکله د پاکستاني چارواکو او سینیرلي اوغلو خبرې اترې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني د ملګرو ملتونو سازمان له همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په هکله خبرې اترې کړې دي.

له دي سره هم‌مهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کهر د ملګرو ملتونو سازمان له دغه چارواکي سره په لیدنه کې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د پایداره اقتصادي لارو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
  
ښاغلي اوغلو له ځینو نورو پاکستاني چارواکو سره هم لیدلي او له هغوی سره یې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو، د پاکستان د تحریک طالبانو، د ښځو د حقونو او پر بانکي بندیزونو خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي درانی په دې هکله وايي:«د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي سره مو په دې لیدنه کې اساسي بحثونه وکړل. په دغو خبرو کې د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندل، د پاکستان د تحریک طالبانو پټن‌ځایونه، ښځو حقونه، بانکي بندیزونه، د حسابونو کنګل کېدل او د بشري ناورین په څېر مسایلو مهم رول درلود.»

بل خوا د اسلامي امارت ویاند وايي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د ټولو هېوادونو په ګټه دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«زموږ مشوره هېوادونو ته دا ده چې اسلامي امارت سره دې د سیاسي تعامل له لارې مخته لاړ شي او د رسمیت پېژندنې په چوکاټ کې دې خپلې غوښتنې وړاندې کړي، چې دا ګټه هم لرلای شي.»

خو د سیاسي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي، تر هغې چې اسلامي امارت د نړۍ شرطونه ونه مني، د رسمیت پېژندلو مسئلې حل به ستونزمن وي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال څرګنده کړه:«د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د نړۍ د ځینو شرطونو او قوانینو منلو پورې تړاو لري، چې په حقیقت کې د نړۍوالې ټولنې غوښتنې د افغانستان د خلکو غوښتنې هم دي او منل يې د اسلامي امارت له رسمیت پېژندلو سره مرسته کوي.»

د سیاسي چارو شنوونکی سید بلال احمد فاطمي وايي:«بهتره دا ده چې پاکستان د افغانستان په اړه خپله پالیسې کې بدلون راولي او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنو ډډه وکړي او خپلواکۍ ته يې درناوی وکړي.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی تېره اوونۍ په دري ورځني سفر کابل ته راغلی و او د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په ګډون يې د اسلامي امارت له ځینو چارواکو سره کتلي و.

د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کهر د ملګرو ملتونو سازمان له دغه چارواکي سره په لیدنه کې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د پایداره اقتصادي لارو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ