د امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنې خپلو د هوايي چلند شرکتونو ته اجازه ورکړې چې خپلې الوتنې د افغانستان پر هوايي فضا بېرته پېل کړي.
د راپورونو پر بنسټ، د امریکا او اروپايي ټولنې به له «څه باندې ۱۰ زره متره» ارتفاع سره د افغانستان پر هوايي فضا خپلې الوتنې بېرته پېل کړي.
د هېواد د هوایي چلند اداره هم دا ګام ستایي او وایي چې د افغانستان پر فضا د الوتنو د زیاتېدو او کورنیو او نړۍوالو هوایي شرکتونو ته د آسانتیاوو د رامنځته کېدو لپاره هڅې روانې دي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي:«هره الوتکه چې د افغانستان له فضا تېرېږي کابو ۷۰۰ امریکايي ډالره باید حق العبور ورکړي، هر څومره چې الوتنې زیاتېږي، او د هېوادونو هر څومره چې هوايي کرښې یې د افغانستان له فضا تېرېږي، د افغانستان په ګټه دی او دا ښه ګام دی.»
بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد پر فضا د الوتنو د زیاتېدو لپاره د سرپرست حکومت پر هڅو ټینګار کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«له سیاسي پلوه دې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت او اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې د نړۍ هېوادونه بیاځلې عبوري الوتنو ته قانع کړي.»
د اقتصادي چارو شنوونکی آذرخش حافظي هم وویل:«مدرن اقتصاد له سوداګریزو، مسافر وړونکو او هوايي کارګويي الوتنو پرته ناشونی دی موږ باید په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره کړو.»
د اقتصادي چارو شنوونکی سید مسعود هم څرګنده کړه:«د افغانستان لپاره یې لومړنۍ ګټه دا ده چې افغانستان بیا هم له ټولنې اروپا او هېوادونو سره نښلول کېږي، دا په خپله په حقیقت کې اعتبار رامنځته کوي. دویم یې دا چې عاید ترلاسه کېږي.»
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د هوایي چلند نړۍوالو هوایي شرکتونو د افغانستان پر فضا د نه تېرېدو له امله اوږد مزل کاوه.
په دې اړه مو اندونه