Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کور او ښار جوړولو وزارت: د نیمګړو پروژو کار به له سره پېل شي

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي چې د خوشحال خان په ښارګوټي کې د قطر هېواد د پروژې چارې څه باندې څلوېښت سلنه مخته تللي دي.

د دغه وزارت سرپرست حمید الله نعماني ملت ته د دولت د حساب ورکولو د پروګرام په لړ کې وایي چې د چین هېواد او د جایکاه بنسټ د هغو نیمګړو پروژو چارې به د نویو هوکړه لیکونو له مخې پېل شي، چې پخوا یې چارې په ټپه درېدلې وې.

ښاغلي نعماني په دې هکله وویل:«لومړۍ پروژه چې د قطر له خوا تمویلېده د هغه کابو څلور بلاکونه بشپړ شوي، جومات، مدرسه او ښوونځی هم جوړ شول.» 

د کور او ښارجوړولو وزارت دغه زار د نوي کابل ښار د ښارګوټي د جوړېدو په برخه کې د نویو پروژو د پېلېدو خبره کوي او زیاتوي هڅې رواني دي چې په هېواد کې د هغو ودانیو د جوړېدو مخه ونیول شي چې په غیرپلاني توګه جوړېږي.

د کور او ښارجوړولو وزارت سرپرست زیاتوي:«په تېر حکومت کې تاسې ټول خبر وئ چې په ټولو دولتي بنسټونو کې زنځیري فساد شتون درلود او په ډېرو داسې پېښ شوي چې هغوی بډې اخیستي او له واسطې او خپل سیاسي دریځه استفاده کړې ده او په ډېریو ځایونو کې یې د پلان په خلاف کار کړی دی.»

بل خوا، د دغه وزارت معین وایي، چې د ماسټر پلان، د ملي ټولنې د پلانونو، تفصیلي پلانونو، سیمه‌ییزو پلانونو او اصلاحي پلانونو په ګډون د مرکز او ولایتونو لپاره د ۲۷ ښاري پلانونو طرحې جوړې شوې دي.

د کور او ښارجوړونې وزارت معین مدار علي کریمي بامیانی وايي:«د مرکز او ولایتونو لپاره ۲۷ ښاري پلاونه چې له هغې ډلې ماسټرپلان، د ملي ټولنې د پلانونو طرحه، تفصیلي پلانونه، سیمه‌ییز پلانونه او د اصلاحي پلاونو طرحې جوړې او چمتو شوې دي.» 

دغه وزارت دغه راز په هرات ولایت کې د قاضیانو لپاره د استوګنې د ۳۰۰ کورونو د جوړېدو په تړاو د اسلامي امارت د مشر د فرمان خبر ورکوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت شمېرې ښيي، چې د څه باندې ۶۵۰ ښارګوټو له منځه تر اوسه د دغه وزارت له لوري ۳۵۰ ښارګوټي ثبت شوې دي.

د دغه وزارت معین وایي، چې د ماسټر پلان، د ملي ټولنې د پلانونو، تفصیلي پلانونو، سیمه‌ییزو پلانونو او اصلاحي پلانونو په ګډون د مرکز او ولایتونو لپاره د ۲۷ ښاري پلانونو طرحې جوړې شوې دي.

تصویر بندانگشتی

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي چې د خوشحال خان په ښارګوټي کې د قطر هېواد د پروژې چارې څه باندې څلوېښت سلنه مخته تللي دي.

د دغه وزارت سرپرست حمید الله نعماني ملت ته د دولت د حساب ورکولو د پروګرام په لړ کې وایي چې د چین هېواد او د جایکاه بنسټ د هغو نیمګړو پروژو چارې به د نویو هوکړه لیکونو له مخې پېل شي، چې پخوا یې چارې په ټپه درېدلې وې.

ښاغلي نعماني په دې هکله وویل:«لومړۍ پروژه چې د قطر له خوا تمویلېده د هغه کابو څلور بلاکونه بشپړ شوي، جومات، مدرسه او ښوونځی هم جوړ شول.» 

د کور او ښارجوړولو وزارت دغه زار د نوي کابل ښار د ښارګوټي د جوړېدو په برخه کې د نویو پروژو د پېلېدو خبره کوي او زیاتوي هڅې رواني دي چې په هېواد کې د هغو ودانیو د جوړېدو مخه ونیول شي چې په غیرپلاني توګه جوړېږي.

د کور او ښارجوړولو وزارت سرپرست زیاتوي:«په تېر حکومت کې تاسې ټول خبر وئ چې په ټولو دولتي بنسټونو کې زنځیري فساد شتون درلود او په ډېرو داسې پېښ شوي چې هغوی بډې اخیستي او له واسطې او خپل سیاسي دریځه استفاده کړې ده او په ډېریو ځایونو کې یې د پلان په خلاف کار کړی دی.»

بل خوا، د دغه وزارت معین وایي، چې د ماسټر پلان، د ملي ټولنې د پلانونو، تفصیلي پلانونو، سیمه‌ییزو پلانونو او اصلاحي پلانونو په ګډون د مرکز او ولایتونو لپاره د ۲۷ ښاري پلانونو طرحې جوړې شوې دي.

د کور او ښارجوړونې وزارت معین مدار علي کریمي بامیانی وايي:«د مرکز او ولایتونو لپاره ۲۷ ښاري پلاونه چې له هغې ډلې ماسټرپلان، د ملي ټولنې د پلانونو طرحه، تفصیلي پلانونه، سیمه‌ییز پلانونه او د اصلاحي پلاونو طرحې جوړې او چمتو شوې دي.» 

دغه وزارت دغه راز په هرات ولایت کې د قاضیانو لپاره د استوګنې د ۳۰۰ کورونو د جوړېدو په تړاو د اسلامي امارت د مشر د فرمان خبر ورکوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت شمېرې ښيي، چې د څه باندې ۶۵۰ ښارګوټو له منځه تر اوسه د دغه وزارت له لوري ۳۵۰ ښارګوټي ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه