په کابل کې د ازبیکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف ویلي چې د ازبیکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ به یو جګپوړی پلاوی په راتلونکو ورځو کې له تاشکند نه کابل ته سفر وکړي.
په کابل کې د ازبیکستان سفیر له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې همدارنګه ویلي کهچېرې سرپرست حکومت د نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته پاملرنه وکړي، د ازبیکستان او نورو هېوادونو له لوري به په رسمیت وپېژندل شي.
یادګار خواجه شادمانوف ویلي:«په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې به د جمشید خواجه په مشرۍ د ازبیکستان د یوه ستر پلاوي کوربه واوسو او کابل ته د ازبیکستان پلاوي له راتګ وروسته به د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ یوه لویه غونډه جوړه شي.»
په کابل کې د ازبیکستان سفیر زیاتوي، چې په کابل کې د ازبیکستان، قطر، ترکيې، چین، پاکستان، هند، ترکمنستان، قزاقستان او د اسلامي همکاریو د سازمان سفارتونه فعال دي او له دوی سره د سرپرست حکومت اړیکې مخ په پیاوړي کېدو دي.
یادګار خواجه شادمانوف د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په هکله وویل:«کهچېرې د افغانستان سرپرست حکومت د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدو او د ښځو حقونو تامین ته جدي پام وکړي او د حل لپاره يې لار ولټوي، نه یوازې ازبیکستان، بلکې د نړۍوالې ټولنې او نړۍ له خوا به هم په رسمیت وپېژندل شي.»
بل خوا د سیاسي چارو ځينې شنوونکي د نړۍوالې ټولنې د غوښتنو پر منلو ټینګار کوي.
د سیاسي چارو شنوونکی سید اکبر اغا په دې هکله څرګندوي:«زما په نظر باید د تعلیم خبره حل او فصل شي، څو د نړۍوالو له غوښتنو خلاص شو او له دې وروسته به يې بیا د رسمیت پېژندلو موضوع معلومه شي.»
د پوهنتون استاد فضل هادي وزین هم وايي:«کهچېرې د نړۍ غوښتنې، چې افغانان هم پرې ټینګار کوي ومنل شي، نو د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته له دې سره لار هوارېږي.»
د ټولګډونه حکومت جوړېدل، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو خونديتوب، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارېدل هغه شرایط دي، چې نړۍ اسلامي امارت سره د تعامل لپاره وړاندې کړي دي، خو اسلامي امارت په ځلونو ویلي، د رسمیت پېژندو شرایط يې پوره کړي، د ښځو حقونه د اسلامي احکامو په رڼا کې خوندي دي او د افغانستان خاوره د نورو پر وړاندې نه کارول کېږي.
په دې اړه مو اندونه