د افغانستان د علومو اکاډمي وايي چې د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ د نجونو ښوونځيو د پرانیستو پر طرحې کاروان دی؛ خو تراوسه وروستۍ شوې نهده.
د اکاډمۍ علمي منشي «ملت ته د دولت د حساب ورکړې پروګرام» کې د دغه بنسټ د کړنو په هکله د جزییات ورکړي او وايي چې په تېر یوه کال کې یې ۴۶ عملي څېړنیزې پروژې عملي کړې دي.
د دوی په وینا، دغه کاډمي په روان کال کې پر څه باندې ۱۵۰ علمي څيړنیزو نورو پروژو هم کار کوي.
د علومو اکاډمۍ علمي منشي رفیع الله نیازی وايي:«هغې مسایلو ته چې تاسو اشاره وکړه، هغه یوه عمومي مسئله ده او فعلاً اسلامي امارت دا موضوع تر نظر لاندې نیولې ده او هڅه کوي چې یوه د حل لار ورته ولټوي او دا مسئله مخ ته لاړه شي.»
د علومو اکاډمۍ مسوولان زیاتوي چې ۳۳ ټوکه کتابونه چاپ شوي او له نورو ژبو ۳۱ اثار پښتو او دري ژبو ته ژباړل شوي دي.
رفیع الله نیازی څرګندوي:«د علومو په بېلابېلو برخو کې ۸۳ علمي څېړنیز کنفرانسونه وړاندې شوې دي.په ملي سطحه ۶ علمي څېړنیز سیمینارونه دایر شوي دي.د علومو په بېلابېلو برخو کې ۳۳ عنوانه کتابونه چاپ شوي دي.»
د علومو اکاډمۍ مرستیال وايي، د بېلابېلو علومو په اړه څېړنې او په هېواد کې د علمي کچې لوړول د دې اکاډمۍ مهم مسوولیتونه دي.
امیر جان ثاقب زیاتوي، چې د تېر حکومت له سقوط وروسته د علومو اکاډمۍ یو کادر هم بهر ته نه دی تللی.
د علومو اکاډمۍ مرستیال وايي:«افغانستان هم علمي شخصیتونو ته اړتیا لري او د علومو اکاډمۍ کادرونه چې د اسلامي امارت له راتګ وړاندې موجود وو اوس هم شتون لري او هغه کادرونه چې له هېواد بهر ته وتلي دي په بار بار مو ترې غوښتنه کړې، چې خپل هېواد ته راستانه شي.»
د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو پر بنسټ، په روان ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې په هېواد کې د ۱۷۰ علمي څېړنیزو پروژو د پلي کېدو، ۳۰ اثار پښتو او دري ته د ژباړلو او د ۵۰ علمي اثارو چاپ کولو پلان لري.
په دې اړه مو اندونه