Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حقاني له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغان کډوالو وضعیت ته رسېدنه وکړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په لیدنه کې په نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل ټينګار کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په دغې لیدنه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د مرستو د وېش پر بهیر هم نیوکه کړې او په نورو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د قانوني چلند غوښتونکی دی.

عبدالمطلب حقاني طلوع‌نیوز ته وویل:«په دې ناسته کې په هېوادونو کې د افغان کډوالو، په داخل د هېواد کې د بې ځایه شویو کورنیو پر وضعیت خبرې وشوې او همدارنګه د مرستو په میکانیزم باندې خبرې وشوې، چې دغه مرستې باید په راڼه ډول مستحقینو ته ورسېږي.»

د کډوالو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې، چې افغان کډوال په ګاونډیو او اروپايي هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ورته مهال ځينې کډوال وايي، په ایران، پاکستان او ترکیه کې له ګنو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

کډوال وحیدالله امیني په دې هکله وویل:«په سرحدونو کې هغه افغانان چې تازه دمي راځي ترکيې ته او د ترکيې خاورې ته داخلېږي، د سرحدي پولیسو له خوا پر ډزو وېشتل کېږي او همداراز بد چلند ورسره کېږي، چې موږ په خپلو سترګو لیدلي دي.»

بل خوا د کډوالو چارو ځينې شنوونکي او د کډوالو د حقونو فعالان ټینګار کوي، چې د افغان کډوالو ستونزې دې له ډیپلوماټیکو لارو حل شي.

د کډوالو چارو شنوونکی محمد خان طالبي محمدزی څرګندوي:«اسلامي امارت باید د ډیپلوماټیکو لارو پاکستان او ترکيې سره د افغان کډوالو د ستونزو پر حل باندې خبرې وکړي.»

د کډوالو د حقونو فعال صدیق کاکړ:«دلته افغانان د پولیسو له لوري ځورول کېږي او کله چې دوی ونیول شي په زندان کې له دوی سره ښه چلند نه‌کېږي او پنځه نفري اتاق کې يې لس نفره اچلوي وي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، درې مېلیونه افغانان په پاکستان، شاوخوا درې مېلیونه په ایران او یو مېلیون د نړۍ په نورو هېوادونو کې کډوال دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه