Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: په هېواد کې تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پراختیا موندلې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره وايي چې په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ۲۵ نوې څانګې رامنځته شوې دي.

د دغې ادارې رییس غلام حیدر شهامت ملت ته د دولت د حساب ورکړې په پروګرام وايي چې صنعتي کارخونې، کان کېندنه، وسپنې پټلۍ اداره، د هوټلونو مدیریت او سیاحت هغه برخې دي چې په اوسنیو شرایطو کې مسلکي کسانو ته اړتیا لري او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په خپل چوکاټ کې نوې جوړې کړې دي.

د ښاغلي شهامت په اند نوې رامنځته شوې څانګې د هېواد په بازارونو د کاري فرصتونه د رامنځته کېدو لامل کېږي.

د تخینکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس وویل:«تراوسه، کرنه، اداره او مدیریت او زموږ د هوټلونو مدیریت د نړۍوالو ستنډرونو په مطابق نه وو، چې الحمدالله تېر کال دغه سنډرډونه راټول او په دغو برخو کې زموږ نصاب د سټنډرډونو په مطابق دی.»

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال فضل الرحمن فاضل هم څرګندوي:«په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مالي کال عادي بودیجه یو مېلیارد او ۳۸۲ مېلیون او ۱۸۹ زره او ۱۶۲ افغانۍ ده او پراختیايي بودیجه یې ۱۹ مېلیونه او ۱۳۲ زره او ۸۰۰ افغانۍ ده چې د طرحه شوي پلان پر بنسټ د هغه لګښت په اغېزناکه توګه شوی دی.»

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولان زیاتوي چې د اختراع مرکز جوړول یې بله لاس ته راوړنه ده چې تر اوسه ۱۵۰ اختراع کوونکي د دغه مرکز بېلابېلو برخو ته ور پېژندل شوي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس غلام حیدر شهامت په دې هکله زیاتوي:«د نوښت یا اختراع مرکز په لومړي ځل په افغانستان کې د اختراع کوونکو د ملاتړ په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې جوړ شوی چې نه یوازې په افغانستان کې د اختراع کوونکو او نوښتګرو ته یو مشخص ادرس دی بلکې هغه کډوال چې له هېواده بهر ژوند کوي، چې دغه مرکز ته مراجعه وکړي او کار وکړي.»

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، دغه اداره له تېرې یوې پېړۍ راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او هر کال په ۱۱ سکټورونو او ۷۳ څانګو کې څه باندې ۱۵ زره زده کوونکي ټولنې ته وړاندې کوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه