Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېوادوالو ته د اسانتیاو د رامنځته کولو په پار د پاسپورټ عمومي ریاست هڅې

د پاسپورټ ریاست عمومي رییس له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې، تر راتلونکو درېیو میاشتو به په کابل کې د پاسپورټ د وېش درې مرکزونه جوړ شي.

عبدالکریم حسیب دغه وايي چې په کابل کې د پاسپورټونو د ویش د نویو مرکزونو له جوړېدو یې موخه د پاسپورټ ورکړې په بهیر کې د اسانتیاو رامنځته کول دي.

ښاغلی حسیب همدا راز د پاسپورټ په عمومي ریاست کې د جعل کارانو له نیولو خبر ورکوي او ټینګار کوي چې، دم‌ګړۍ د پاسپورټ اخیستلو په برخه کې د کمېشن‌کارۍ کچه ټېټه شوې ده.

د پاسپورټ ریاست عمومي رییس وویل:«موږ داسې یو پلان لرو چې په را روانو دوه درې میاشتو کې به د پاسپورټ ستونزه بلکل حل کړو، نوي پاسپورټونه موږ ته را روان دي، تړون شوی دی، د نوي پلان له مخې به ان‌شاالله په کابل کې دوه یا درې نور مرکزونه او په ولایتونو کې به ‌ان‌شاالله د خلکو د تقاضا په مطابق اجازه ورکړل شي.»

ښاغلی حسیب بیا وايي، تر دې دمه یې نږدې ۲۰۰ کمېشن‌کاران چې له خلکو یې د پاسپورټ ورکړې په بدل کې پیسې اخیستلې نیول شوي دي. نوموړی ټینګار کوي چې ناروغانو او محصلینو ته د پاسپورټونو د وېش په برخه کې جدي پاملرنه کوي.

عبدالکریم حسیب د طلوع‌نیوز خبریال ته څرګنده کړه:«کمېشن‌کارۍ اوس بلکل ختمې شوې وي، تقریباً د ۲۰۰ په شاوخوا کې موږ کمېشن‌کاران نیولي او عدلي او قضاي ارګانونو ته مو سپارلي دي.»

د پاسپورټ ریاست عمومي رییس د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې تېر کال یې د پاسپورټونو د وېش له درکه څلور مېلیارده او ۸۲۱ مېلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.

ښاغلی حسیب وايي:«په تېر یوه کال کې الحمدالله دا چې پاسپورټ د وېش بهیر پېل شوی دی، موږ په دغه یوه کال کې څلور مېلیاراو ۸۲۱ مېلیونه افغانۍ په شاو خوا کې موږ عواید لرو.»

عبدالکریم حسیب داسې مهال د پاسپورټونو د وېش په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو خبره کوي چې اوس مهال ډېری هېوادوال په اسانه پاسپورټ نه‌شي اخیستی او څو ځل یې په دې تړاو خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.

د پاسپورټ عمومي رییس ټينګار کوي چې ناروغانو او زده‌کړیالانو ته د پاسپورټ د وېش په برخه کې جدي پاملرنه کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه