د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېر یوه کال کې په بېلابېلو هېوادونو کې څه باندې ۸۰۰ افغان کډوالو ژوند بایللی او کابو دوه زره نور کډوال ټپيان شوي دي.
د دغه وزارت چارواکو نن چهارشنبې (د زمري په ۱۸مه) ملت ته د دولت د حساب ورکړې په خپرونه کې حضور درلود، ویلي چې اوس څه باندې ۷ مېلیونه افغانان په نورو هېوادونو کې کډوال دي.
د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ نږدې ۳۰۰ زره نور افغانان چې غوښتل یې د قاچاق له لارې نورو هېوادونو ته ولاړ شي، ژغورل شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټی په دغې ناسته کې وايي:«د تېر کال په جریان کې ۹۵۲ زره او ۵۸۹ تنه افغان کډوال له ایران، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. په همدې کال کې کابو ۳ مېلیونه، ۲ لکه او ۸۱ زره بې ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره د همکارو موسسو په همغږۍ د نغدي، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې شوې دي.»
د دغه وزارت د مرستیال په خبره، اوس مهال ۷ مېلیونه افغانان له هېواده بهر او ۳ میلیونه نور په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي.
محمد ارسلاح خروټی ټینګار کوي، چې په تېر کال کې ۴۰۰۰ افغان کډوال د پاکستان او ایران له زندانونو ازاد شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
ښاغلي خروټي زیاته کړه:«۳ زره افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو د مهاجرینو اتشو او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په ګډو هڅو له بندخونو ازاد شوي او همدارنګه ۱۰۰۰ بندیان له ایران هېواد څخه خپل هېواد ته را انتقال شوي دي او د نورو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.»
د دغه وزارت ویاند د خپلو خبرو په یوه برخه کې له هېوادونو وغوښتل، چې له افغان کډوالو سره ناسم چلند ونه کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل:«دا وضح خبره ده، هغه افغان کډوال چې د امن لپاره یو ځای ته تللي، نو هغه هلته ناامني نه جوړوي او نه په داسې کارونو کې لاس لري. بیا هم زموږ له ټولو ګاونډیو هېوادونو غوښتنه ده، چې د نړۍوالو قوانینو سره سم حقوق ورکړي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي ټینګار کوي، چې په هېواد کې يې شاوخوا ۱۹زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او څه د پاسه ۶۰ زره راستنېدونکو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه