Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت د خپلو ځواکونو لپاره یونېفورم لازمي کړ

د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي که‌چېرې د دغه وزارت ځواکونه د نونېفورم په اغوستو کې بې پروايي وکړي، د قوانینو پر بنسټ به سزا ورکړل شي.

ښاغلی خوارزمي وايي چې اوس د دغه وزارت پر ټولو ځواکونو یونېفورم وېشل شوی دی.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په دې هکله وايي:«د دفاع وزارت مشرتابه حکم کړی چې په نظامي مرکزونو کې دې استفاده شي او موږ هم د دفاع وزارت د مشرتابه د حکم په پیروي کې، نه یوازې زه په خپله بلکې د وزارت ټول منسوبین به دا حکم عملي کړي.»

خورازمي بیا وايي، اوس‌مهال د دغه وزارت ځواکونه د تېر نظام د پوځ له لباسونو استفاده کوي خو په راتلونکي کې به یې د یونیفورم رنګ بدل کړل شي.

د ملي دفاع وزارت ویاند طلوع‌نیوز ته زیاته کړه:«د تېرې ادارې ډېر توکي او جامې زموږ په واک کې وو، د وزارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ اوس یې همدا لازمي کړي دي.»

د نظامي چارو یو شمېر شنوونکي بیا وايي د نظامیانو لپاره د یونیفورم درلودل جدي اړتیا ده.

د نظامي چارو شنوونکی اسد الله ندیم وايي:«عسکري جامې او یونېفورم په عسکرۍ انضباط کې یو څرګنده بېلکه ده او د ټولو حقیقت وي. له یونېفورم پرته عسکري په حقیقت کې نه معلومېږي چې نظامي دی او که نه؟»

بلخوا ځينې هېوادوال بیا له اسلامي امارته غواړي چې دغه بهیر د سرپرست حکومت پر ټولو ځواکونو په جدي توګه عملي کړي.

د کابل اوسېدونکي جاوېد وویل:«یونېفورم یوه مهمه موضوع ده. که‌چېرې د امارت عسکر یا دولتي کسان یونېفورم ولري په هېواد کې د جنايي جرمونو کچه کمېږي.»

تر دې مخکې، ځينو هېوادوالو د امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د دفاع وزارت د ځواکونو د مشخص یونېفورم له نشتوالي شکایت درلود.

شریک یي کړئ