Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل لېرې نه دي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې هیله څرګندوي چې اسلامي امارت به د نړۍ له خوا په رسمیت وپېژندل شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په دغې مرکه کې ټینګار کوي چې د رسمیت پیژندنې ټول شرایط یې بشپړ کړي او په نږدې راتلونکي کې به د نړۍ له لوري په رسمیت و پېژندل شي.

مولوي عبدالکبیر په دغه مرکه کې نړۍ پر دې مکلفه ګڼي چې سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل:«دنیا ورو، ورو مثبت خوا ته روانه ده، نو ان‌شاالله ډېره لېرې نه ده چې دنیا به په نږدې وختو کې افغانستان په رسمیت پېژني.»

د اسلامي امارت دغه چارواکی وايي چې د اساسي قانون پر جوړولو کار روان دی او د سترې محکمې د رییس په مشرۍ یې یو پلاوی د دغه کار لپاره ګومارلی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاتوي:«امیرالمومنین صاحب دغه موضوع د سترې محکمې د رییس په مشرۍ یوه پلاوي ته حواله کړې ده، کار پرې روان دی، هم په اساسي قانون کار روان او هم په فرعي قوانینو باندې.»

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاتوي چې د تېر حکومت ۵۰۰ زره کارکوونکي د اوسني دولت په چوکاټ کې کار کوي.

مولوي عبدالکبیر وویل:«یوازې مجاهدین نه بلکې د تېر حکومت ۵۰۰ زره شاو خوا مامورین له موږ سره کار کوي، نو له دې معلومېږي چې دا حکومت د مسلمانانو، افغانانو شریک حکومت دی، که مجاهد وي هم ځای په کې لري او که د افغانستان یو عام وکړی وي؛ خو چې اهلیت په کې وي په دې حکومت کې ځای لري.»

که څه هم اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې د ټولو شرایطو د بشپړولو خبره کوي خو د دوه کلونو په تېرېدو تر اوسه هېڅ یوه هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه