Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پنجشېر د والي له خوا په دغه ولایت کې د بشري حقونو د نقض د راپورونو ردېدل

په پنجشیر کې د بشري حقونو د نقض په تړاو د نړۍوالو بنسټونو او سازمانونو له ادعاوو وروسته، اوس د پنجشیر والي دغه ادعا بې بنسټه ګڼي.

محمد آغا حکیم له طلوع نیوز سره په مرکه کې زیاتوي، چې په پنجشېر کې د بشري حقونو د نقض په تړاو راپورونه بې بنسټه دي او اوس‌مهال پنجشنېر تر ټولو امن ولایت دی او دلته هېڅ داسې ډله فعالیت نه‌کوي، چې دغه ولایت ناامنه کړي.                           

محمد آغا حکیم طلوع‌نیوز ته وویل:«دغه راپورونه قطعاً بنسټ نه‌لري. د دې لپاره چې هغوی له هغو کسانو راپورونه اخلي چې په مخالف لوري کې دي.»

د پنچشېر والي وایي چې په دغه ولایت کې ۳۰۰ پوستې جوړې شوې دي. محمد آغا حکیم زیاتوي، چې اوس‌مهال هم په دغه ولایت کې ۱۰ زره ځواکونه د امنیت پر ټينګښت بوخت دي.

هغه څرګنده کړه:«د پجشنېر په شاوخوا کې ۳۰۰ امنیتي پوستې موجودې دي. ځکه پنجشېر هغه ولایت دی چې له اوو ګاونډیو هېوادونو سره سرحد لري.»

د پنجشېر والي د خپلو خبرو په یوې برخه کې ټينګار کوي، چې هڅه کوي په دغه ولایت کې پر پوستو د ښوونځیو د بدلېدو مخه ونیول شي. هغه زیاته کړه:«په پرېکنده توګه پرېکړې ته ورسېدو چې تول ښوونځي دې تخیله شي او الحمدالله چې ۹۵ سلنه ښوونځي تخلیه شوي دي.»

محمد آغا حکیم له هغو کسانو چې د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته له پنجشېره تللي، غواړي چې بېرته دغه ولایت ته راشي.

محمد آغا حکیم له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې اوس‌مهال پنجشنېر تر ټولو امن ولایت دی او دلته هېڅ داسې ډله فعالیت نه‌کوي، چې دغه ولایت ناامنه کړي.

تصویر بندانگشتی

په پنجشیر کې د بشري حقونو د نقض په تړاو د نړۍوالو بنسټونو او سازمانونو له ادعاوو وروسته، اوس د پنجشیر والي دغه ادعا بې بنسټه ګڼي.

محمد آغا حکیم له طلوع نیوز سره په مرکه کې زیاتوي، چې په پنجشېر کې د بشري حقونو د نقض په تړاو راپورونه بې بنسټه دي او اوس‌مهال پنجشنېر تر ټولو امن ولایت دی او دلته هېڅ داسې ډله فعالیت نه‌کوي، چې دغه ولایت ناامنه کړي.                           

محمد آغا حکیم طلوع‌نیوز ته وویل:«دغه راپورونه قطعاً بنسټ نه‌لري. د دې لپاره چې هغوی له هغو کسانو راپورونه اخلي چې په مخالف لوري کې دي.»

د پنچشېر والي وایي چې په دغه ولایت کې ۳۰۰ پوستې جوړې شوې دي. محمد آغا حکیم زیاتوي، چې اوس‌مهال هم په دغه ولایت کې ۱۰ زره ځواکونه د امنیت پر ټينګښت بوخت دي.

هغه څرګنده کړه:«د پجشنېر په شاوخوا کې ۳۰۰ امنیتي پوستې موجودې دي. ځکه پنجشېر هغه ولایت دی چې له اوو ګاونډیو هېوادونو سره سرحد لري.»

د پنجشېر والي د خپلو خبرو په یوې برخه کې ټينګار کوي، چې هڅه کوي په دغه ولایت کې پر پوستو د ښوونځیو د بدلېدو مخه ونیول شي. هغه زیاته کړه:«په پرېکنده توګه پرېکړې ته ورسېدو چې تول ښوونځي دې تخیله شي او الحمدالله چې ۹۵ سلنه ښوونځي تخلیه شوي دي.»

محمد آغا حکیم له هغو کسانو چې د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته له پنجشېره تللي، غواړي چې بېرته دغه ولایت ته راشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه