Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بند امیر ملي پارک ته د ښځو د تګ بندیز پروړاندې غبرګونونه

د بند امیر ملي پارک ته د ښځو پر تګ د بندیز په هکله د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د سرپرست د تېرې ورځې څرګندونې له پراخو غبرګونو سره مخ شوې دي.
 
د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو څانګې مرستیاله هیدر بار د دغې پرېکړې په غبرګون کې وایي، چې دغه اقدام د هغو اقداماتو یوه برخه ده، چې اسلامي امارت ګام په ګام او په چټکتیا سره هغه څه له ښځو اخلي، چې هغوی په خپل ژوند کې  ورته اړتیا لري.

مېرمن بار زیاتوي:«ښځو ته د طالبانو وروستی امر دا دی، چې بند امیر ته یې د ښځو پرتګ بندیز لګولی دی. دا اقدام د هغو اقداماتو یوه برخه ده چې طالبان یې ګام په ګام او په چټکتیا سره هغه څه له هغو اخلي، چې هغوی په خپل ژوند کې ورته اړتیا لري. طالبانو د کار او زده‌کړو په ګډون د ښځو اساسي او مهم حقونه ترې واخیستل، خو لا هم قانع شوي نه دي. هغوی تفریحي پارکونو او کلپونو ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی او اوس هغوی ته اجازه نه‌ ورکوي چې طبیعت ته لاسرسی ومومي. دا یو خواشینوونکی وضعیت دی.»

بلخوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ هم په یوه ټوېټ کې له طالبانو غوښتي چې بند امیر ته د ښځو پر تګ د بندیز په تړاو سپېناوی وړاندې کړي.

د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه‌پوش طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ شاهد یوو چې پر ښځو بندیزونه زیاتېږي. د دې په هیله چې د اسلامي امارت حکومت دلیل ولري چې ولې د بامیانو بند امیر د ښځو پر مخ بند کړي.»

د بند امیر ملي پارک په بامیانو کې هغه سیاحتي ځای دی چې هر کال یې لیدو ته زرګونه کورني او بهرني سیلانیان ورځي. 

بل خوا ځينې ښځې په تفریحي ځایونو کې د اسلامي امارت له لوري پر نويو بندیزونو نیوکه کوي.

د کابل اوسېدونکې صفا وايي:«تر کومه ځایه چې وینوو ورځ په ورځ محدودیتونه زیاتېږي. له اسلامي امارته مې غوښتنه دا ده چې باید ښځو ته له تحصیلي تر تحفریحي برخو استانتیاوې رامنځته کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې په ورځ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست په بامیان کې په یوې ولسي غونډه کې له ټولو دیني عالمانو او امنیتي ارګانونو وغوښتل چې ښځو ته اجازه ورنه کړي چې د بند امیر ملي پارک ته ولاړې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه