د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین پر دوام، دا ځل دغه کمپاین په پنځو شمالي ولایتونو کې پېل شوی دی.
د پولیو د لهمنځه وړلو لپاره بیړنی او عملیاتي ملي مرکز وايي چې په دغې کمپاین کې یو مېلیون تنه ماشومان به د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین ترلاسه کړي.
د پولیو ضد واکسین وروستی کمپاین یوه اونۍ مخکې، په ۲۶ ولایتونو کې پېل شوی و.
د پولیو د لهمنځه وړلو د بیړني او عملياتي ملي مرکز رییس نېک ولي شاه مومن وویل:«د ځنډ دلیل دا و چې د یوه او د بل کمپاین ترمنځ باید دوه اوونۍ واټن وي له همدې امله له هغه وخته چې کمپاین پېل شوی و دوه اوونۍ واټن راغی.»
د مسوولینو په وینا، په روزګان کې به راتلونکې اوونۍ د پولیو ضد واکسینو کمپاین پېل شي.
له دې سره سم، د روزګان اوسېدونکي ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو تطبیق مهم ګڼي.
د روزګان اوسېدونکی سمیعالله وویل:«زموږ غوښتنه دا ده چې دغه کمپاین ډېر شي او هغو سیمو ته واکسین ورسېږي چې په تېرو کلونو کې نهوو رسېدلی.»
له دې سره هممهاله ځينې ډاکټران بیا د پولیو ضد واکسینو ترڅنګ عامه پوهاوی ډېر ګټور ګڼي.
د ماشومانو متخصص ډاکټر روحیدالله امین څرګندوي:«ښارونو ته ولاړ شو، کلیو ته ولاړ شو، د خلکو پاملرنه او تمرکز زیات کړو او وکړای شو چې سل په سلو کې یې ولې وچې کړو.»
د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي بیا له عامې روغتیا وزارته غواړي چې په بشپړه توګه د دغې ناروغۍ د لهمنځه وړلو ته جدي پام وکړي.
د کابل اوسېدونکی منیب الحق وايي:«دولت او د عامې روغتیا وزارت باید په دې برخه کې پاملرنه وکړي او منشاء یې پيدا کړي چې څه ډول د دغې ناروغۍ مخنیوي وکړي.»
د کابل بل اوسېدونکی محمد ظاهر هم څرګندوي:«د عامې روغتیا له وزارته غواړو چې وخت په وخت ټولو ته واکسین برابر شي چې ماشومان روغ وي او پر دغې خطرناکې ناروغۍ اخته نهشي.»
د روان زیږدیز کال له پېله تر دې دمه، د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ ۵ مثبتې پېښې ثبت شوي خو د عامې روغتیا وزارت په کراتو ټینګار کړی چې د پولیو د لهمنځه وړلو لپاره یې ګڼ پروګرامونه تر لاس لاندې دي.
په دې اړه مو اندونه