Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزني کې د ښوونیزو امکاناتو له نشتوالي شکایتونه

د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې هېڅ ښوونځی ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي د خېمې لاندې په پرانیستې فضا کې درس وايي.

د غزني اجرستان ولسوالۍ د پوهنې امر محمد حنیف حنفي  وايي، په دې ولسوالۍ کې د ۱۳ښوونځیو له ډلې یو ښوونځی هم ودانۍ نه‌لري.

ښاغلی حنفي زیاتوي، په دغو ښوونځیو کې شاوخوا ۵۰۰۰ زده کوونکي په زده‌کړو بوخت دي.

د اجرستان ولسوالۍ د پوهنې امر طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ چې ۱۳ ښوونځي لرو، د هغه یو یې هم ودانۍ‌ نه‌لري. هغوی په خېمو کې درس وايي او خېمې هم بسنه نه‌کوي.»

د غزني اجرستان ولسوالۍ د ګلدرې کلی؛ دا د هېواد له هغو زرګونو سیمو ده، چې په تېرو څو لسیزو کې ورته پام نه دی شوی.

د دې سیمې اوسېدونکي وايي، چې په دې کلي کې هېڅ ښوونځی ودانۍ نه لري او ماشومان يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

د اجرستان په ګلدرې کلي کې د سلطان محمد خان عالي لېسې زده‌کوونکي شمس الله د طلوع‌نیوز خبریال نذیر شینواري ته وايي:«له حکومته غواړو چې موږ ته ودانۍ جوړې کړي، زموږ ټولې ستونزې حل کړي، موږ ته کتابونه راکړي، کتابچې راکړي، فرش راکړي او ودانۍ جوړه کړي چې موږ په ارامۍ درس ووایوو.»

بل زده‌کوونکي عرفت الله هم وویل:«موږ د اورښت په وخت کې نه شو کولای چې ښوونځيو ته راشوو. ځکه زموږ ښوونځی ودانۍ نه‌لري کله چې اورښت کېږي ښوونځي رخصت وي.»

د دې لېسې د سر ښوونکي په وینا، د کتابونو او قرطاسیه نشتوالی نورې هغه ستونزې دي، چې ورسره لاس او ګرېوان دي.

د سلطان محمد خان لېسې سر ښوونکی عبدالجلیل جلالي وايي:«په دغې لېسه کې نږدې ۶۰۰ زده‌کوونکي لرو. وینې چې څلور تر پنځو خېمې درول شوې دي. تراوسه چا زموږ غمه نه ده خوړلې او نه ودانۍ لرو.»

د سلطان محمد خان لېسې ښوونکی عبدالحدود هم څرګندوي:«دلته د وري په لومړیو کې اورښت وي چې اوبه هم ډنډېږي، کله یوې خوا ته کېنو او کله هم بلې خوا ته ځکه ځای نه‌لرو.»

بل خوا د غزني د والي په خبره، په اجرستان ولسوالۍ کې د ښوونځیو د ودانیو نشتون ستونزې حل لپاره يې هڅې پېل کړې دي.

د غزني والي حافظ محمد امین عمري وايي:«د ښوونځيو په هکله ځينې ستونزې شته. موږ دغه ستونزې له پوهنې او نورو بنسټونو سره شریکې کړې دي او ان‌شاالله هغې ته رسېدنه کېږي.»

د غزني د اجرستان ولسوالۍ د پوهنې امریت د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه ولسوالۍ ۱۳ دولتي ښوونځي، ۶۰ محلي ټولګي، یوه لویه مدرسه او ۱۲ محلي مدرسې شتون لري، چې په‌کې د نجونو په ګډون نږدې ۷ زره زده‌کوونکي زده‌کړې کوي.

د شمېرو پر بنسټ، دم‌ګړۍ په ۱۳ ښوونځيو کې څه باندې ۵۰۰۰ زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه