د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژاین پییر په یوې خبري ناسته کې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو پر اهمیت ټینکار کړی او ویلي یې دي چې واشنګټن به د دغه هېواد له خلکو ملاتړ وکړي.
اغلې پییر همداراز زیاته کړې چې امریکا د طالبانو لاسته له لوېدو پرته د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
کارین ژاین پییر ویلي:«موږ له طالبانو سره په مذاکراتو کې د نجونو د زدهکړو په اړه روښانه دریځ لرو. موږ همداراز هڅه کوو چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو او د دوی ملاتړ وکړو، خو له دې پرته چې زموږ مرستې طالبان پياوړي کړي. موږ به د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو. دا هغه څه دي چې ولسمشر بایډن او اداره یې د هغه په اړه روښانه دریځ لري.»
له دې سره هممهاله ځينې زده کوونکي له سرپرست حکومت غواړي، چې په هېواد کې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.
زده کړیاله حسنا احمدزۍ طلوعنیوز ته وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ښوونځي بېرته پرانیزي. ښځې حق لري چې درس ووايي او دنده ترسره کړي او د هېواد راتلونکی جوړ کړي.»
بله زده کوونکې نادریه اکبري هم وویل:«زه په دولسم ټولګي کې وم. ونه توانېدم چې په کانکور ازموینه کې ګډون وکړم او پوهنتون ته لار پيدا کړم. هیله ده ښوونځي د زموږ پر مخ پرانیزئ.»
بل خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، چې په هېواد کې د اسلامي احکامو په چوکاټ کې د ټولو افغانانو حقوق خوندي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي طلوعنیوز ته څرګنده کړه:«د افغانستان کورني مسایل د افغانستان په خلکو پورې اړه لري. له بهره لاسوهنه او امر د پاملرنې وړ نه دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو تګ او کار ته د ښځو بېرته ستېدل د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍوالې ټولنې شرطونو څخه ګڼل کېږي.