له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو د دویمې کلیزې په درشل کې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې رييس مایکل مککال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر بیړنۍ وتنې بیاځلې نیوکه کړې ده.
ښاغلي مککال په ۲۰۲۱ زیږیز کال کې د کابل په هوايي ډګر کې د یوه ځانمرګي برید له امله د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په یاد غونډه کې ادعا کړې یاد برید د هغو کسانو له لوري چې د جمهوري نظام له رانسکورېدو وروسته د اسلامي امارت له لوري له بګرام بندخونې خوشې شوي وو، ترسره شوی دی.
مایکل مککال ویلي:«هغه کسان چې د کابل په هوايي ډګر کې د دغه بوږنونکي برید مسوول دي، د افغان دولت له رانسکورېدو وروسته د طالبانو له لوري د بګرام له یوې بندخونې ازاد شوي وو. ستاسو زامن او لوڼې د هغې پېښې شاهدان وو او وروسته یو نه تصور کېدونکې پېښه رامنځته شوه او په پایله کې یې د امریکايي ځواکونو د خدمتونو ۱۳ افسران ووژل شول او څه باندې ۴۵ تنه نور پټيان شول.»
د کانګرس ځینې نور غړي هم پر دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا شل کلنې جګړې واشنګټن ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي او په افغانستان کې بیاځلي د دغه ډول جګړې د دوام وس نهلري.
د امریکا د کانګرس غړی ماډلین ډین وویل:«په افغانستان کې زموږ دغې ۲۰ کلنې جګړې ګڼ تاوانونه را اړولي؛ نو له همدې امله موږ نهشو کولی هغې جګړې ته چې نور زموږ د هېواد په ګټه نهده د سرتېرو لېږلو ته دوام ورکړو.»
د امریکا د کانګرس بل غړی براین مېسټ وویل:«د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۶مه چې د تاسو د زامنو د مړینې لامل شوه، دا په افغانستان کې زموږ د ځواکونو بد چانسي نه وه؛ بلکې زموږ د هېواد د ولسمشر جوبایډن بې غوري وه. هغه داسې یو کار وکړ چې، هېڅکله مو د جګړې په بهیر کې نه وو تجربه کړی. هغه د سیاسي عملیاتو په عملي کولو سره د سیاسي امتیازاتو په لټه کې و.»
کهڅه هم اسلامي امارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې څه نهوايي؛ خو اسلامي امارت بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وېستنه د دواړو خواو په ګټه ګڼي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي طلوعنیوز ته وايي:«د افغانستان خلکو مقاومت وکړ، ودرېدل او بالاخره د امریکا په مشرۍ ښکېلاک ګر ځواکونه دې ته اړ شول چې د مذاکرې مېز ته کېني او د دوحې تړون لاسلیک کړي. دا وروسته د دې لامل شو چې ښکېلاک ګر ځواکونه له هېواده ووځي.»
د دوحې هوکړه په ۱۳۹۸ کال کې د امریکا او اسلامي امارت تر منځ لاسلیک شوه او د دغې هوکړې لهمخې، واشنګټن ژمنه وکړه چې په یوه مشخص مهال کې به خپل او د ناټو ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.
او په دې سره وروستي امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۱مه د کابل له هوايي ډګره د خپل هېواد پر لوري روان شول او ورسره د امریکا تر ټولو اوږده جګړه هم پای ته ورسېده.
په دې اړه مو اندونه