Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د بشرپاله مرستو په بهیر کې د لاسوهنې ادعاوې ردوي

اسلامي امارت په هېواد کې د بشرپالو مرستو په بهیر کې د لاسوهنې د ادعګانو له ردولو سره وايي چې مرستندویه بنسټونه د بودیجې د نشتوالي له امله خپلې مرستې کمې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امنیت شورا راپور ته په غبرګون کې وايي چې سرپرست حکومت یوازې د مرستندویه بنسټونو امنیت نیسي او په نورو چارو کې یې لاسوهنه نه کوي.

ښاغلي مجاهد وویل:«د افغانستان اسلامي امارت د موسسو په هېڅ چارو کې لاسوهنه نه‌لري چې د هغوی کارونه وځنډوي نسبت دوو موردونو ته چې یو یې د هغوی امنیت دی چې موږ او زموږ نظامیان مکلف دي چې د هغوی امنیت تامین کړي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري هم په دې هکله وايي:«د نړۍوالې ټولنې له مرستندویه بنسټونو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو سازمان څخه زموږ غوښتنه دا ده چې سیاسي مسایل په بشرپاله او پراختیايي مرستو کې په پام کې ونه‌نیسي.»

بلخوا ۳۵ کلن امیدالله چې د ۶ کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري له سهاره تر ماښامه د پلازمېنې په یوې څنډه کې بوټان رنګوي.

هغه چې د ژوند چارو له ستونزو شکایت کوي، وايي تر اوسه یې له هېڅ یوه بنسټه مرسته نه ده ترلاسه کړې او له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

امیدالله له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي:«زه د ورځې ډېر کار وکړم ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو چې له هغې سره زه زر د کور کرایه ورکړم، مثلاً ځينې نور شیان واخلم، ناروغي ده، نورې مرستې موږ ته تراسه نه‌دي رارسېدلي.»

بل بې وزلی جاوېد هم وايي:«سمه ده چې د نړۍوالې ټولنې مرستې د افغانستان خاورې ته راځي؛ خو حق، حقدار ته نه‌رسېږي.»

د بشري مرستو د رسولو غوښتنې داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د بشري مرستو د ۵۶ پروګرامونو د بندېدو خبر ورکوي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې د اسلامي امارت کړنو او پالیسیو په افغانستان کې د بشري ناورین ته د رسېدنې هلې ځلې پېچلې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور کې راغلي:«د طالبانو پالیسیو په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدنې هلې ځلې پېچلې کړې دي. د بشري مرستو د رسونې په بهیر کې د لاسوهنې، د تګ راتګ محدودیت او د مرستندویه بنسټونو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله، په جولای میاشت کې د ۵۶ بنسټونو فعالیتونه په موقت ډول ځنډېدلې دي.»

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ کوونکې ادارې له افغانستان سره د بشري مرستو د کچې راټيټېدو لامل د بودیجې کموالی ښودلی و او ټینګار یې کړی و چې د روان زیږدیز کال کې لپاره د اړتیا وړ پیسو یوازې ۲۵ سلنه یې تر لاسه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه