د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست هرات ښار کې د دیني عالمانو او ولسي وګړو په یوې ناستې ته ټینګار کوي، چې هېڅ حکومتي مسوول او کارکوونکي په مېلمستیاوو کې ګډون نهشي کولی.
د هغه په خبره، د اسلامي امارت مشر لارښوونه کړې چې هېڅ حکومتي چارواکی او کارکوونکی له چا د ډالۍ اخیستو حق نهلري.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي وايي:«د امیرالمومنین دا هدایت دی، چې مسوولین باید ملېمستیا او مهماني ته به نهځي، مسوولین چې هر څوک وي له استثنا پرته مېلمستیا ته باید ولاړ نهشي.»
محمد خالد حنفي همداراز مافیایي کړیو او هغو کسانو ته چې له حکومتي دریځ څخه ناوړه استفاده کوي، داسې خبرداری ورکوي:«دا مافیا څوک دی چې د اسلامي نظام په نوم له مسوولیته ناوړه استفاده کوي او زموږ ملت ټپي کوي او خواروي.»
په دغه ناسته کې د اسلامي امارت ځينې نور مسوولان ټینګار کوي چې سرپرست حکومت به هېڅکله د نړۍوالو هغو فشارونو ته تسلیم نهشي، چې د اسلامي ارزښتونو خلاف دي.
د هرات د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس عزیزالرحمان مهاجر هم وايي:«کهچېرته نړۍ دا فکر کوي چې اسلامي امارت په رسمیت ونهپېژندل شي، نو به ضعیفه وي، نو به دین ضعیفه شي؟ نه داسې نه ده هېڅ چې رسمیات نهيي د نړۍ اسباب ټول منقدي دي بیا هم خدای پاک موږ په رسمیات وپېژني موږ نه ناکامه کېږو.»
په همدې حال، یو شمېر هېوادوال له سرپرست حکومته د ښځو او نجونو پر وړاندې د ځینو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه کوي.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم څرګندوي:«هیله لرم چې د اسلامي امارت مشران د ځینو بندیزونو چې دښمن ته پلمه په لار ورکوي، له لېرې کولو سره، یو کره او معقول پلان او پروګرام سره چې د افغانستان د حکومت په شان کې دی، زمنیه برابره شي.»
د هرات اوسېدونکی فیصل ابراهیمي هم وايي:«اسلامي شرایطو ته په پام سره، ښوونځي دې د نجونو پر مخ پرانیستل شي چې د ښځو پرګنه له زدهکړو بېبرې نهشي.»
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست وایي، چې له اسلامي شریعت سره سم، په هېواد کې د ښځو حقونه خوندي دي او په خبره یې هېڅوک حق نهلري چې د ښځو حقونه نقض کړي.