Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بودیجې کموالی او سپټمبر میاشت کې له مرستو د څه باندې ۲ مېلیون تنو محرومیت

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې څه باندې دوه مېلیونه تنه د بودیجې د کموالي له امله د دغه بنسټ له بشري مرستو به بې‌برخې شي.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي:«د خوراکي توکو د دغو مرستو کموالی په دې معنا دي چې ۱٫۴ مېلیونه میندې او ماشومان یې نور نه‌شي کولای چې د خوارځواکۍ د ځانګړي خواړه ترلاسه کړي. ګومان کېږي د هغو کسانو شمېر چې د خوارځواکۍ د درملنې په مرکزونو کې بسترېږي، په راتلوونکو میاشتو کې په چټکۍ سره لوړ شي.»

بلخوا په هېواد کې اړمن د مرستندویه بنسټونو د بشري مرستو له مهم بللو سره وايي اړتیا ده چې دغه مرستې زیاتې شي.

۵۰ کلن محمد صدیق چې د خپلې لس کسیزې کورنۍ یوازنی سرپرست دی، چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په موخه له سهاره تر ماښامه د پلازمېنې په دې څنډه کې موچي توب کوي.

هغه وايي، د هېڅ یوه مرستندویه بنسټ له لوري ورسره مرسته نه ده شوې:«موږ ته مرستې نه دي رسېدلي. مستحقو ته نه‌رسېږي. موږ هېڅ مرستې نه دي ترلاسه کړئ. هر چېرته چې ولاړو، له موږ سره چا مرسته نه ده کړې. هغو کسانو ته رسېږي چې پیسې لري.»

اخوا، ځينې نور هېوادوال هم ورځ تر بلې د اقتصادي ستونزو له زیاتوالي شکایت کوي او د سرپرست حکومت له چارواکو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې په رڼه او عادلانه توګه پر خلکو مرستې و ویشي.

د کابل اوسېدونکی شهزاد وايي:«په خدای چې زه د ورځې سل افغانۍ هم کار نه‌شم کولای. د ورځې څلوېښت، پنځوس یا هم شل افغانۍ کار کوم. له دغه عایده موږ ته څه جوړېږي.»

د اقتصادي چارو شنوونکي بیا پر دې باور دي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د مرستو راکمېدل به په افغانستان کې د اقتصادي ناورین د زیاتېدو لامل شي.

د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي طلوع‌نیوز ته وویل:«په هغه صورت کې چې د نړۍوالې ټولنې مرستې کمې شي، کولای شي چې انساني ناورین زیات کړي او همدارنګه د خلکو د ټولنیز وضعیت په برخه کې منفي اغېزه ولري.»

تر دې مخکې، بېلابېلو نړۍوال بنسټونو ویلي دي چې د هېواد له نیمايي زیات وګړي له بې وزلۍ سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه