کابل کې ځینې متقاعدین یوځل د اسلامي امارت له خوا د متقاعدینونو د معاشونو د ورکړې غوښتونکي شول.
دوی وايي کهڅه هم په تېرو دوو کلونو کې یې په دې هکله په ځلونه لاریون وکړ؛ خو تراوسه په دې برخه کې د اسلامي امارت له خوا نه هېڅ ګام نه دی اخیستل شوی.
متقاعد عبدالخالق طلوعنیوز ته وویل:«ما ۴۸ کاله کار وکړ، زه د خوړولو لپاره ډوډۍ نهلرم. زما په څېر زما همزولي که نظامي دي او که ملکي دي د خپل د خوړولو ډوډۍ نهلري د خپلې ناروغۍ درمل نهلري.»
بل متقاعد عمر هم وايي:«د کور توکي نه دي پاتې، ټول شیان مو وپلورل نور څه نهدي پاتې اوس دولت وايي چې تقاعد درکوو، څه وخت یې راکوي ولې یې نه راکوي؟»
بل خوا، د مالیې وزارت وایي، تر څو چې د اسلامي امارت مشر په دې تړاو لارښوونه ونه کړي، هېڅ کار نه شي کولای.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي:«د معاشونو د ورکړې طرحه یې محترم مشرتابه ته تللې او د مجاهد صاحب له قوله مرکزي دارالافتا هم تایید کړې او موږ هیله من یوو چې ډېر ژر د مشرتابه مقام لارښونه راشي او د هغه په مطابق خپل کار پېل کړو.»
تر دې وړاندې د مالیې وزارت ویلي و، چې څه باندې ۴۹ زره کورناستو چې څه باندې لس زره ښځې پکې شاملې دي، خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې کورناستو یا متقاعدینو تر دې مخکې هم د حقوقو د نه ورکول کېدو له امله اعتراضونه کړي وو.
په دې اړه مو اندونه