Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پلازمېنه کې د خوراکي توکو د بیې پر بې‌ثباتۍ د هېوادوالو او هټۍوالو نیوکې

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي او هټۍوال د خوراکي او غیر خوراکي توکو د بیو پر بې ثباتۍ له نیوکې سره له سرپرست حکومته غواړي چې په بازارونو کې د خوراکي او نورو بېلابېلو توکو د بیو د نوساناتو کنټرول ته جدي پام وکړي.

هټۍوال جاوېد وايي:«هره ورځ نرخونه کښته او پورته کېږي، ټول اندېښمن کېږي یوه ورځ غوړ ۲۰۰ ارزانېږي او بله ورځ ۳۰۰ لوړېږي.»

د کابل اوسېدونکی حامد هم څرګندوي:«د خوراکي توکو بیه هره ورځ بدلېږي، د بېلګې په توګه غوړ چې بیه یې یوه ورځ یوه بیه لري او بله ورځ ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو لوړېږي. له اسلامي امارته غواړو چې د نرخونو په هکله اقدام وکړي.»

خو کابل ښاروالۍ بیا په بازارونو کې د بیو پر کنټرول ټينګار کوي او وايي، هره اوونۍ په بازارونو کې د لومړنیو توکو نرخپاڼې خپروي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی څرګندوي:«بل اساسي فکټور د اسعارو بیه یا ډالر دي کله چې هغه ښکته او پورته کېږي، موږ د هغې اغېزه په خپلو بازارونو کې وینوو، د کابل ښاروالۍ او د کابل ښاروالۍ د بازار د کنټرول او منع کمېسیون له خپل پرسونل سره چې لري یې هره اوونۍ په بازارونو کې د یوې اوونۍ لپاره نوې نرخ‌پاڼې وېشي.»

بلخوا د افغانستان د سواګرۍ او پانګونې خونه بیا په پلازمېنه کې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي لامل د سالنګ لویې لارې تړل پاتې کېدل بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارالانشا رییس خان محمد سرفراز باز وايي:«د سالنګ د لویې لارې جوړېدل اصلي او بنسټيزه مسئله ده او د افغانستان خلک او سوداګر باید د دې برداشت ولري چې دغه ستونزه حل شي، سړک او لویه لاره چې بېرته جوړه شي ان‌شاالله دغه ستونزه به حل شي.»

د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې داسې مهال لوړېږي چې د کابل د شهزاده سرای د وروستیو معلوماتو له مخې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ثبات په خپل حال پاتې دی.

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن ځيرک څرګندوي:«یوه افغانۍ تفاوت راغلی؛ خو دغه بدلونونه (نوسانات) هره ورځ او هره اوونۍ په هر صورت اسعار باثباته او ښه دي او له څو اونیو راهیسې افغانۍ د نورو اسعارو پر وړاندې ښه بیه لري.»

که څه هم د هېواد ډېره برخه نفتي مواد، له ایران، روسیې او ازبېکستانه را واردېږي خو خوراکي توکي بیا له ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا افغانستان ته راځي.

شریک یي کړئ