د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر انوارالحق کاکړ وايي د هغو افغانانو د مخنیوي لپاره چې په ناقانونه توګه پاکستان ته راځي نوې تګلاره لار جوړوي.
ښاغلی کاکړ په یوې خبري ناسته کې رسنیو ته څرګندوي ناقانونه افغان کډوال په پاکستان کې د اوسېدو حق نهلري او بېرته به خپل هېواد ته واړول شي.
انوارالحق کاکړ زیاتوي، چې په دغې تګلاره کې هغه افغانان چې قانوني اسناد لري، یا یې نهلري او هغه کسان چې جعلي کارټونه لري، شاملېږي.
د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر انوارالحق کاکړ وايي:«موږ به ناقانونه کډوال بېرته له خپل هېواده وباسو، ځکه هغوی زموږ په هېواد کې د اوسېدو حق نهلري. که څوک غواړي چې پاکستان ته راشي، بايد له قانوني بهیرونو تېر شي او د وېزې او قانوني اسنادو په ترلاسه کولو سره راشي.»
بل خوا، په پاکستان کې افغان کډوال وایي، سره له دې چې د قانوني اسنادو موده یې کمه پاتې ده، او یا یې هم د ځينو اسنادو تاریخ تېری شوی، خو د پاکستان حکومت یې سندونه نه تمدېدوي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د متحدې شورا غړي ملک اول خان وویل:«موږ د پاکستان او افغانستان له حکومتونو او یو ان اج سي ار څخه غواړو چې له پاکستاني چارواکو سره، د پي یو ار کارټونو په هکله چې د پاکستان له خوا کډوالو ته ورکړل شوي، هغوی بندیان نهکړي»
افغان کډوال احسان هم وايي:«د پاکستان دولت په پام کې لري هغه افغانان چې قانوني اسناد نهلري او په ناقانونه توګه په پاکستان کې ژوند کوي ونیسي او بېرته یې افغانستان ته واستوي.»
بلخوا، د کډوالو د حقونو ځينې فعالان د پاکستان له لنډمهالي حکومته غواړي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر ستونزو غور وکړي.
د کډوالو د حقونو فعاله بهیجه سادات څرګندوي:«د افغان کډوالو پر وړاندې د شته ستونزو د حل لپاره لازمه ده چې د افغانستان اوسنی دولت او کوربه هېواد او نړۍوال سازمانونه د ډپيلوماټیکو خبرو اترو مېز ته کېني.»
بل خوا، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس ټولنیزې پاڼې د وږي په ۲۲مه او۲۳مه د کوټې له بندخونو څخه د ۱۷۲ افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت هم لیکلي دي چې دغه کسان د سفر د قانوني اسناد د نهلرلو له امله نیول شوي او بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه