د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر وايي چې پاکستان د خپلو خلکو د دفاع لپاره په هر ځای کې چې اړتیا وي اقدام کولای شي.
ښاغلي کاکړ په دې هکله د امریکا غږ له اردو څانګې سره په مرکه کې وایي، چې پاکستان به د خپلو خلکو د دفاع لپاره هر چېرته چې اړتیا وي، اقدام وکړي.
انوارالحق کاکړ دا خبره د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان به د ټي ټي پي پر وړاندې د افغانستان په خاوره کې هم اقدام وکړي، وکړه.
د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر وايي:«پاکستان د خپل ځان د دفاع حق لري او موږ کولای شو چې د پاکستان د ساتنې لپاره هرچیرې اقدام وکړو.
زه په مشخصه توګه په دې اړه څه نهوایم چې پاکستان په کومو برخو کې اقدام کولای شي او هرکله چې داسې کار ته اړتیا وي، موږ به پرېکړه وکړو چې څه وکړو.»
د نظامي چارو شنونکی عبدالبصیر هم په دې هکله وايي:«پاکستان په خپله د افغانستان لپاره مضر تمام شوی او اوس فکر کوي چې زموږ خاوره د هغوی پر ضد استفاده کېږي.»
انوارالحق کاکړ د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې د نهکارول کېدو په تړاو د دوحې په هوکړه کې د اسلامي امارت ژمنو ته په نغوتې سره وایي، چې طالبان د سیمې له هېوادونو او ګاونډیانو سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره پر دې ټکي قناعت لري.
انوارالحق کاکړ څرګنده کړه:«زه پوهېږم چې هغوی هم د سیمې له هېوادونو او ګاونډیانو سره د ښو اړیکو پر لرلو قناعت لري. دا چې ولې دا کار نه کېږي، بېلابېل لاملونه لري او پاکستان خپلو بېلابېلو اړخونو ته پام کوي او خپل چلند څېړي او هغه چلند چې له هغوی نه یې تمه لري، په هغو حقوقي غونډو کې بیانوي چې ګډون پهکې کوی.»
د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر زیاتوي، چې له اسلامي امارت سره یې په خبرو کې د پاکستان ګټې په لومړیتوب کې دي.
بل خوا اسلامي امارت له پاکستانه غواړي، چې د اوسنیو ستونزو د حل لپاره له اسلامي امارت سره د خبرو لار غوره کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«موږ په لومړي سر کې هم دغه موضوع رد کړه چې له هغو کسانو چې د پاکستان مخالف دي هېڅ ډول تمویل نهلرو، د افغانستان له خاورې څوک استفاده کولای نهشي او موږ هم ورته اجازه نه ورکوو په دې هکله موږ جدي یوو او ځينې ګامونه مو هم پورته کړي دي؛ خو پاکستان هم باید له دغو تورونو لاس په سر شي، او په رسنیو کې د دا ډول موضوعانو او تورونو تړل حل لار نهده بلکې باید مخامخ خبرې اترې ولري او که چېرې اسناد لري له موږ سره دې شریک کړي.»
د پاکستان لومړی وزیر دغه راز د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه کېدو خبره کوي او د خپلو خبرو په یوه برخه کې ټینګار کوي، که څه هم د طالبانو د په رسمیت پېژندلو پلان نهلري، خو په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له امله له هغوی سره د دولت په کچه مذاکرات کېږي.