په هېواد کې د سرپرست حکومت د کابینې له اعلانېدو څه باندې دوه کاله تېرېږي، خو تر اوسه کابینه د سرپرست وزیرانو له لوري اداره کېږي.
د اسلامي امارت ویاند ډاډ ورکوي، چې د یوې شورا له جوړېدو، د اساسي قانون له تصویب او د حکومتولۍ د ځينو نورو چارو په بشپړېدو سره به د اسلامي امارت کابینه رسمي شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوعنیوز ته وايي:«زموږ قانون تراوسه تر کار لاندې دی شورا ګانې پرې کار کوي په هغه صورت کې چې وروستی شي دغه موضوعګانې به د حکومتوالۍ په ټولو برخو کې احیا شي، انشالله دا موضوع حل کېږي.»
ښاغلی مجاهد ټینګار کوي، چې د کابینې اوسني سرپرست وزیران بشپړ صلاحیت لري او د حکومتي چارو پر وړاندې هېڅ خنډ نشته.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«دلته دوه څيزه شتون لري یوه د حکومتوالۍ اجرات په هغې کچه چې لازمه ده مخته ځي ټولې ادارې مسوولانه فعالیتونه ترسره کوي.»
بل خوا، د سیاسي چارو ځیني شنونکي د کابینې رسمي کېدل په وزارتونو کې د چارو د مخته بیولو او دغه راز د یوه نظام د پایښت لپاره مهم ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی سید قریب الله سادات وايي:«کهچېرې د هېوادونو ترمنځ شخړې رامنځته کېږي تړونونه یا ځينې نور مسایل کهچېرې هغه حکومت رسمي نه وي حتا دعوا یا مثلاً کشالې خپل معنا او مهفوم نهپيدا کوي.»
د ۱۴۰۰ کال د وږي شپاړسمه د کابینې د اعلانېدو پر مهال په کابینه کې د ښځو د حضور نشتوالي هم بحثونه راپارولي وو. دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د هېوادونو وزارتونه د نولسو سرپرست وزیرانو له لوري اداره کېږي.