Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د م.م سازمان د امنیت شورا په درشل کې د رزا اوتونبایوا او امیرخان متقي لیدنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي استازې رزا اوتونبایوا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې، له افغانستان سره پر جوړونکي تعامل د یوناما پر ژمنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان د ټولو وګړو غږ به واورېدل شي.

یوناما دغه کتنه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې د پراخو مشورو یوه برخه بولي.

د اېکس په خواله رسنۍ د یوناما پر پاڼه لیکل شوي:«د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې مخکې، چې راتلونکې اونۍ جوړېږي، د یوناما رییسې له امیرخان متقي سره د پراخو بحثونو په لړ کې وویل یوناما ژمن دی چې رغنده رول به لوبوي او د ټولو افغانانو غږ به اوري.»

خو اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په تړاو جوړېدونکو غونډو ته باید د سرپرست حکومت استازي وغوښتل شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله وايي:«په هره غونډه کې چې د افغانستان د مسایلو په هکله په کې بحث کېږي او د افغانستان د خلکو استازی په کې شتون ونه‌لري، د تېرو غونډو په څېر به مثبته پایله به ونه‌لري.»

که څه هم په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو بېلابېلې غونډې جوړې شوې خو د سیاسي چارو ځينې شنوونکي پر دې باور دي تر هغې چې نړۍواله ټولنه او اسلامي امارت د یو بل غوښتنو ته پاملرنه و نه‌کړي دا ډول غونډې پایلې نه‌ورکوي.

د سیاسي چارو شنوونکی عبدالجبار اکبري وویل:«که‌چېرې دواړه لوري د یو بل غوښتنې ومني او درناوی وکړي دا هم د افغانستان او په نړۍوال ارخ کې نړۍ هم چمتو کېږي چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.»

د سیاسي چارو شنوونکی هېواد ځاځی هم وايي:«تراوسه د نړۍ ځينې غوښتنې منل شوي نه‌دي او نړۍ پرې ټينګار لري چې هغه باید پوره کړل شي مثلاً بشري حقونه، د حکومت ټولګډونوالی او ځينې نور مسایل چې یا مشروع دي اویا نامشروع خو نړۍ پرې ټينګار لري.»

تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په خپله وروستۍ غونډه کې چې د ۱۴۰۲ کال د وږي پر دریېمه ترسره شوه د داعش د خراسان ډلې د فعالیتونو د زیاتیدو و په اړه اندیښنه شریکه کړه. خو دغه موضوع تل د اسلامي امارت له لوري رد شوی دی.

شریک یي کړئ