د نړۍ ځينې مشرانو د ملګرو ملتونو سازمان په ۷۸مه سرمشریزه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر رامنځته کېدو، د بشري حقونو پر تامین او د وحې هوکړې ته د اسلامي امارت پر ژمنتیا خبرې شوې دي.
د قطر امیر،د اربیکستان ولسمشر، د ایران ولسمشر، د ترکیې ولسمشر او د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر هغه کسان وو چې د افغانستان پر مسایلو وغږېدل؛ خو د امریکا ولسمشر په هغې وینا کې چې په دغې غونډه کې یې لرله، د افغانستان نوم یاد نهکړ.
رجب طیب اردوغان او ابراهیم رییسي د خپلو خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د داسې یوه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ چې ټولې پرګنې پهکې حضور ولري.
د ترکیې ولسمشر په دې هکله وویل:«په افغانستان کې پر ټولګډونه حکومت د لنډمهالي حکومت بدلیدل چې په هغه کې به د ټولنې ټولې پرګنې په منصفانه توګه استازیتوب وکړای شي، د افغانستان لپاره به د پرمختګ لار پرانیزي او په نړۍواله کچه به له مثبت هرکلي سره مخ شي.»
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي هم ویلي:«ایران په افغانستان کې پر ټولګډونه حکومت او د ټولو وګړو، قومونو او مذهبونو د حقونو د مراعتولو پر اړتیا ټينګار کوي ورته مهال، د هغو پناه غوښتونکو بیړنیو ناورینونو ته د رسېدنې لپاره چې له هېواده بهر شوي په ځانګړې توګه په ایران کې، بیړنۍ نړۍوال اقدام اړین دی.»
که څه هم د امریکا ولسمشر جو بایډن د تمې خلاف د افغانستان په اړه ډېر څه و نهویل، خو قطر او ازبیکستان په دغې غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او افغانانو ته یې د بشرپالو مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي هغو ژمنو ته ژمن پاتې شي چې د دوحې په هوکړه کې یې کړې دي.
د قطر امیر وویل:«موږ د افغانستان په تړاو له ملګرو ملتونو او اړوندو هېوادونو سره د همغږۍ او اسانتیاوو برابرولو لپاره نړۍوالو هڅو ته دوام ورکوو. د دې سربیره، د افغانستان لنډمهالی حکومت باید د دوحې هوکړې ته د ژمنتیا، د تېرو تېروتنو د تکرار مخنیوي، بشري ناورین ته د افغانستان د تللو مخنیوي او دغه هېواد ترهګرو ته پر امن ځای د نه بدلېدو په هکله ډاډ ورکړي.»
د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف په دغې غونډه کې وویل:«په اوسني وضعیت کې، پر خپل حال د افغانستان یوازې پرېښود به یوه ستره تېروتنه وي. نه پاملرنه، منزوي کول او د بندیزونو لګول به د عادي افغانانو ستونزې لا زیاتې کړي. موږ پر دې باور یوو چې د افغانانو لپاره بشر پاله مرستې راکمې نه شي.»
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې، د ۱۲ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په یوه اعلامیه کې له سرپرست حکومت وغوښتل چې نجونو او ښځو ته د کار، زده کړو او ټولنیز ژوند حقونه ورکړي.
د پاکستان لنډمهالي حکومت بهرنیو چارو وزیر د دغې غونډې په څنډه کې ویلي، له سرپرست حکومت سره د نړۍوالې ټولنې تعامل ګټور دی.
که څه هم اسلامي امارت د نړۍ د ولسمشرانو د دغو څرګندونو په اړه څه نه وايي، خو په هېواد کې د ښځو د حقونو نقض ردوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي طلوعنیوز ته وویل:«د افغانستان د خلکو ستونزې د اسلامي اصولو او د هېواد ملي ګټو ته په پام کې نیولو سره، تامین شوي. د افغانستان کورني مسایل د افغانستان په خلکو پورې اړه لري، خو په هغو غونډو کې چې د افغانستان په هکله ترسره کېږي، باید په هغې کې د افغانستان د خلکو استازی د خپلو مسایلو په هکله بحث وکړي.»
د غونډې له ترسره کېدو مخکې، اسلامي امارت د دغې غونډې له جوړونکو غوښتي وو چې د بندیزونو د لرې کولو په تړاو ګام پورته کړي.
په دې اړه مو اندونه