اسلامي امارت وايي چې د امو سیند په حوزه کې له هېڅ هېواد سره تړون نهلري او له اوبیزو سرچینو کار اخیستل د افغانستان حق دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وايي چې سرپرست حکومت چمتو دی چې د امو سیند له ګاونډیو هېوادونو سره د اندېښنو د رفع کولو لپاره خبرې اترې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ازبیکستان ولسمشر درې ورځې مخکې د منځنۍ اسیا هېوادونو په سرمشریزه کې د قوشتېپې کانال پروژې د جوړېدو په هکله اندېښنه ښودلې وه.
عبداللطیف منصور په دې هکله وویل:«اندېښنه هغه څوک څرګندوي او اعلانوي چې د معاهدې پر بنسټ هوکړې وي، افغانستان د اوبو په هکله له چا سره معاهده نهلري او موږ هم په دې هکله ژمنه او تړون نه دی لرلی. هغه وخت چې له تړون څخه سرغړونه وشي، هغه وخت اندېښنه څرګندېږي. په اوسنیو شرایطو کې د امو سیند په حوزه کې موږ له هېچا سره معاهده نهلرو.»
بل خوا، د اوبو د مدیریت او اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په هېواد کې د وچکالۍ د پراخ ناورین په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اوبو د بندونو پر جوړېدو او د اوبو د سرچینو پر کارولو ټینګار کوي.
د اوبو چارو شنونکی نجیب الله په دې هکله وویل:«مهمه دا ده چې ایا افغانستان د امو سیند له اوبو د استفادې حق لري که نه؟ افغانستان دا حق لري او دا حق نړۍوالو کنوانسیونونو افغانستان ته ورکړی او افغانستان د امو سیند ۲۷ تر ۳۰ سلنه اوبه تامینوي.»
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود هم څرګندوي:«زموږ وړاندوینه همدا وه چې موږ به په سیمه کې د اوبو پر سر یوه نښته ولرو. ځکه موږ د سیمې د اوبو پر سر یوو او هغه اوبه چې سیمه په سیمه کې ځي، د دې سربېره چې موږ ترې استفاده نه کوو، د نورو هېوادونو اوبیزې سرچینې شمېرل کېږي.»
د هېواد په شمال کې د قوشتېپې د کانال د جوړېدو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د امو سیند د اوبو د کارولو په تړاو د سیمې د هېوادونو اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې دي، چې د ملي پراختیا شرکت مسوولانو په نږدې راتلونکي کې د بلخ له کلدار ولسوالۍ تر دولت اباد ولسوالۍ پورې د ۱۰۸ کیلومټرو په اوږدوالي سره د دغه کانال د لومړي فاز د بشپړېدو خبر ورکړی دی.