د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست چې د پوهنتونونو د وضعیت د ارزونې په موخه، بلخ ولایت ته تللی دی، وایي چې ګڼو هېوادونو کې یې د مېشتو استادانو د رابللو په موخه، پلاوي استولي دي.
ندا محمد ندیم زیاتوي چې د تحصیلي نظام د معیاري کېدو په موخه به هڅه وکړي څو د هېواد په پوهنتونونو کې بهرني استادان هم جذب کړي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل:«بېلابېلو هېوادونو ته مو بېلابېل پلاوي استولي دي څو هغه استادان چې له هېواده بهر ته تللي دي، راوبلي.»
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست همداراز زیاتوي چې د استادانو د څېړنو، ظرفیت لوړونې او ازمایښتونونو د جوړولو په موخه ۴۵۰ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
هغه په دې هکله څرګنده کړه:«د استادانو د ظرفیت لوړول مهم دي. سږکال د استادانو د ظرفیت لوړولو لپاره موږ ته ۴۵۰مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.»
د بلخ پوهنتون رییس ضیاءالحق ضیا کریمي په دې هلکه وايي:«هغه استادان چې اوس په یوځای کې خدمت کوي، هغه استادان دي چې دغه نظام ته ژمن او وفاداره دي.»
د بلخ پوهنتون استادان هم د هېواد د پوهنتونونو د لا معیاري کېدو په موخه د لوړو زدهکړو وزارت د هلو ځلو غوښتنه کوي.
د بلخ پوهنتون استاد صالح محمد راسخ وايي:«کهچېرې موږ د هرې پوهنځۍ لپاره مناسب ځای ولرو؛ هم به په تدریس او هم به د زدهکړیالانو په لارښونه کې بریالي واوسوو.»
دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په دې وروستیو کې د پوهنتونونو د وضعیت د ارزونې او ستونزو د هوارۍ په موخه د هېواد شمالي ولایتونو ته سفرونه کړي دي.
په دې اړه مو اندونه