د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن (دوشنبې) له غرمې وروسته د یوه پلاوي په مشرۍ د روسیې کازان ښار ته ولاړ.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې ښاغلی متقي د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی دی.
ښاغلی مجاهد طلوع نیوز ته څرګندوي چې په دغې غونډه کې به په بېلابېلو سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې اترې وشي.
ذبیح الله مجاهد وویل:«د افغانستان لپاره سیمهییزې همکارۍ ډېرې مهمې دي او په امنیتي برخو کې او هم په اقتصادي برخو کې او همدارنګه ځينې اندېښنې چې له ګاونډیو هېوادونو لیدل کېږي په دغو ټولو مسایلو بحث کېږي چې افغانستان امن دی او په اقتصادي برخه کې چې د افغانستان په بیارغونې پورې اړوندېږي، هم بحث کېږي.»
د مسکو فارمټ غونډه به د روانې زیږدیزې میاشتې په ۲۹مه د روسیې په کازان ښار کې ترسره شي.
اخوا د چارو ځينې شنوونکي بیا په دغه غونډه کې د اسلامي امارت د استازي حضور مهم بولي.
د پوهنتون استاد امینالله احساس وویل:«هغه اختلافونه چې دواړه لوري یې لري د تفاهم له لارې حل کېږي او یوه څيز ته باید پاملرنه وکړو چې دمګړۍ هر هېواد غواړي چې د افغانستان موضوع په خپله اجنډا کې ځای پر ځای کړي.»
د سیاسي چارو شنوونکی عبدالغفار کامیاب طلوعنیوز ته وايي:«تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې په دغو غونډو کې وضعیت ته په پام سره، عملي پرېکړې دې وشي او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو پر موضوع دې بحث وکړي.»
روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان د مسکو فارمټ غړي هېوادونه دي.
په دې اړه مو اندونه