د پاکستان د لنډمهاله حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ له ترکي رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک په څېر ډلې روزنیز مرکزونه لري.
دغه جګپوړی پاکستانی چارواکی زیاتوي، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه يې خپله اندېښنه د دغه هېواد له سرپرست حکومت سره شریکه کړې ده.
انوارالحق کاکړ ویلي:«اوس موږ د افغانستان د سرپرست حکومت د هوډ او ارادې په اړه قضاوت نهشو کولای. هو، موږ خپلې اندېښنې لرو، ځکه د پاکستاني طالبانو د تحریک په څېر ډلې په افغانستان کې ژوند کوي او د هغوی روزنیز مرکزونه هم هلته دي.»
د پاکستان د لنډمهاله حکومت د لومړي وزیر په خبره، د ننګونو سره سره، اسلام اباد د افغانستان سرپرست حکومت سره د تعامل په حال کې دی.
ښاغلي کاکړ په دې هکله ویلي:«زه هیله لرم چې د ننګونو سره سره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې موږ وکولای شو په لوړه کچه تعامل ولرو، ځکه له سیمې څخه د داسې ډلو له منځه وړل د دواړو هېوادونو په ګټه دي.»
ورته مهال د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ډاډ ورکوي چې له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ نشته او د پاکستان په ګډون له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې لري.
ذبیح الله مجاهد طلوعنیوز ته وویل:«افغانستان نهغواړي چې هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. نه غواړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او موږ نه یوازې له پاکستان بلکې له ټولو هېوادونو سره نېکې اړیکې لرو.»
د سیاسي چارو شنوونکی جاوید مومند هم وايي:«د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو په زیان دي او که دوی دا ډول څرګندونې کوي، نو باید په دې اړه اسناد او شواهد وړاندې کړي، ثابته کړي چې ټي ټي پي د افغانستان په خاوره کې ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د حل په موخه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت له چارواکو سره يې خبرې اترې کړې وي.
په دې اړه مو اندونه