د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په هکله د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې اترې شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند زیاتوي چې هغوی [پاکستاني چارواکو] په دغو خبرو اترو کې ژمنه کړې چې افغان کډوال ونه ځورول شي.
له پاکستاني چارواکو سره په داسې حال کې خبرې اترې شوي چې په وروستیو اوونیو کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د بد چلند او نیولو راپورونه خپاره شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«موږ خپلې نیوکې لرلې، هم د سفارت له لارې هم د بنسټونو له لارې او همدارنګه د راغلي پلاوي له لارې، هغوی ژمنه وکړه چې دغه وضعیت به بدلون وکړي. موږ د دې غوښتونکي یوو چې وضعیت ژر تر ژره بدلون وکړي او د افغانانو ځورونه او ربړونه ژر ودرول شي.»
اخوا، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل وایي، چې د دغې کونسلګرۍ د هڅو په پایله کې تر ۲۰۰ زیات افغان کډوال له بنده خوشي شوي دي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل عبدالجبار تخاری وايي:«په دغې موده کې څه باندې ۹۰۰ تنه نیول شوي چې د کونسل له هڅو سره څه باندې ۲۰۰ تنه یې ازاد شوي او خپلو کورونو ته ستانه کړل شوي او پاتې نور په بندخونو کې دي.»
بلخوا، په کراچۍ کې افغان کډوالو پر هغه څه په نیوکې سره چې د افغان کډوالو په تړاو یې د نړۍوالې ټولنې نهپاملرنه بولي، وایي چې په پاکستان کې یو شمېر هغه افغان کډوال هم نیول کېږي چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
په کراچۍ کې د افغان کډوالو د شورا رییس زمان خان څرګندوی:«نیولو شدید پیدا کړی او ځينې هغه کسان چې قانوني اسناد هم لري، نیول کېږي. وروسته بیا د پاکستان د خیرو خلکو په منځګړیتوب ازادېږي.»
د کډوالو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ هم وايي:«په پاکستان کې د هویتي او اقامې د اسنادو د نشتون له امله د افغان کډوالو نیول او ربړول له انساني کرامته لېرې دي.»
د پاکستان په کراچۍ کې د اسلامي امارت د کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، په وروستۍ یوې میاشت کې تر ۱۰۰ زرو زیات افغان کډوال د تورخم او سپين بولدک له دروازو را اړول شوي دي.
په دې اړه مو اندونه