د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان په مسکو کې د اسلامي امارت سفارت د لیدو پر مهال ویلي چې له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې د هرې ورځې په تېرېدو سره د پراخېدو په حال کې دي.
ښاغلی متقي چې روسيې ته تللی، زیاته کړې چې اوس په ټول هېواد کې امنیت تامین دی او په دې هکله د نړۍ اندېښنې حل شوې دي.
امیر خان متقي ویلي:«له اکثرو هېوادونو سره مو ډیپلوماټیکې اړیکې ډېرې ښې دي، بلکې ورځ په ورځ وده کوي، ورځ په ورځ پرمخ ځي، دا چې الله تعالی په افغانستان کې له ۴۵ کلونو وروسته امنیت راوست، د افغانستان خاوره او د افغانستان ګاونډیان دا ټول له افغانستانه په امن شول.»
ښاغلي متقي همداراز د روسيې د ولسمشر له سلاکار سره هم کتلي او دواړو لورو په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو باندې خبرې اترې کړي.
په دې لیدنه کې امنیت، له داعش سره مبارزه او د افغانستان د سرحدونو ساتنه د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه ګڼل شوي دي.
ښاغلی متقي په دې هکله وايي:«په روسیه کې زمو او تاسو د سفارت مسوولیت دی چې تجاراتو ته سهولتونه برابر کړي، ترڅو په دې برخه کې لا ښې لاسته راوړنې ولرو، او همدا ډول افغاني محصولات تر روسیې پورې راورسوو.»
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري هم څرګندوي:«د روسیې د ولسمشر له سلاکار سره په خبرو کې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی او باور دا و چې افغانستان او روسیه په سیمه کې ګډې ګټې لري نو دا اړینه ده چې په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پراختیا پیدا کړي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې په روسیه کې د اسلامي امارت له سفارته هم لیدنه کړې. ټاکل شوې ده، چې له دوه ورځو په کمه موده کې د اسلامي امارت د پلاوي په ګډون سره د مسکو فارمټ ناسته په کازان ښار کې جوړه شي.
په دې اړه مو اندونه