د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم چې کندوز ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې پردي د افغان ښځو او نجونو په اړه سمه اراده نه لري.
ښاغلي ندیم چې د یاد ولایت پوهنتون کې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی.
هغه د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د امریکا له لوري د افغانستان بانک شتمنیو پر کنګل کېدو سخته نیوکه کوي او په خبره یې، دې چارې افغانان، په ځانګړي ډول ښځې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم وویل: «همدا ښځه وه چې په خپل کور کې به غلې ناسته وه، ته به راتلې خاوند به دې د هغې د سترګو په مخ کې ورته وژلو، پلار به دې ورته وژلو. همدا ښځې چې اوس په کور ناستې دي، له غربت سره مخ دي، پانګه یې چا کنګل کړې، کفارو تاسو یې پانګه کنګل کړې، دا پانګه د ملت ده که د طالبانو.»
ندا محمد ندیم همداراز زیاتوي چې د پوهنتونونو استادانو د ظرفیت لوړولو په موخه یې هڅې ګړندۍ کړې دي.
ندا محمد ندیم زیاته کړه: «زموږ ټول استادان بهر ته نشي تللی، په دې خوشحاله کیږو هم نه چې بهر ته لاړ شي، د هېواد د ننه دې خپل ظرفیتونه لوړ کړي. څو میاشتې وړاندې مو چې یوه عالي شورا درلوده الحمد الله ډېر شیان منظور شول لکه د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه. موږ بیا هم د استادانو د ظرفیت لوړونې لپاره ۴۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي دي او دا د استادانو او محصلینو حق دی. سل تنه مو د دوکتورا لپاره ټاکلي چې باید لاړ شي او خپله دوکتورا بشپړه کړي.»
په دې ناسته کې یو شمېر استادانو او محصلینو د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست وغوښتل چې شته ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
محصل، شاه مري وویل: «ستونزې شته دي، لکه د لیلیې ستونزې او د کتابونو ستونزې او د انټرنټ ستونزه چې باید محصلینو ته ورکړل شي. موږ ته باید په کار پوه استادان زده کړې راکړې ترڅو په کار پوه فارغ شو او د ټولنې لپاره خدمت وکړو.»
محصل، واجدالدین محمدي، وویل: «د زده کړو برخه کې د لا زیاتو فرصتونو رامنځته کولو لپاره اړتیا ده چې زموږ د پوهنتونونو کتابخونې پراخې او مجهزې شي. د زده کړو چاپیریال باید معیاري شي او د ترفیع برخه کې دې هم شته ستونزې حل شي.»
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تر دې وړاندې د خپل سفر پر مهال د هېواد په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې بهر کې د مېشتو استادانو د بېرته راتګ په موخه د پلاوو له استولو خبر ورکړی و.