Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل پوهنتون پخوانی استاد اوس پر واټونو لیلامي پلوري

د کابل پوهنتون پخوانی استاد، عبدالقیوم خواجه زاده چې اوس له دندې تقاعد شوی دی له تېرو دوو کلونو راهیسې هرات ښار کې د واټونو پر سر لیلامي پلوري.

هغه ۳۵ کاله د کابل پوهنتون د ساینس په پوهنځي کې تدریس کړی او د تیر حکومت پرمهال تقاعد شوی دی خو د تېرو دوو کلونو راهیسې یې د تقاعد حقوق نه دي ترلاسه کړي.

ښاغلی خواجه زاده وایي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او ورځیني عایدات یې له سلو افغانیو هم نه زیاتیږي.

د پوهنتون تقاعد شوی استاد، عبدالقیوم خواجه زاده طلوع نیوز ته وایي: «زما عمر ۶۵ کلنۍ ته رسېدلی و او تقاعد مې وکړ. دا چې اوس تقاعد نه ورکول کیږي او اولادونه مې وږي دي، اړ شوم چې د لیلامي توکو پلور ته مخه کړم. د لیلامي پلورلو له لارې د ژوند لګښتونه پوره کوم.»

د مدني ټولنې فعال، سید اشرف سادات وایي: «متخصصین او د پوهنتون استادان د ټولنې په پرمختګ کې بنسټیز رول لري او باید اړتیاوو ته یې جدي پام وشي. خو له بده مرغه په دې وروستیو کې ډیری اړ شوي چې درنو کارونو ته مخه کړي ځکه خپلو تقاعدونو ته لاسرسی نه لري او دا موضوع به د دا ډول خلکو ستونزې لا پسې زیاتې کړي.»

عبدالقیوم خواجه زاده په پوهنتون کې د تدریس سربیره، څو کاله په ولسمشرۍ ماڼۍ او د افغانستان ملي راډیو او ټلویزیون کې هم دنده ترسره کړې ده.

هغه په حکومت کې د لسګونه کلونو خدمت وروسته، اوس له لوږې د ژغورنې له امله اړ دی چې د واټ پر سر زړې جامې وپلوري.

د پوهنتون محصل، حمزه وایي: «هغه د دې ټولنې لپاره خدمت کړی دی او په خپل ټول ژوند کې یې متعلمینو او محصلینو ته کار کړی دی.»

د پوهنتون محصل، رامین وایي: «کله چې ګورو زموږ استادانو دندې پریښي او تدریس نه کوي او پوهنتون کې د تدریس کولو روحیه نه لري، کله چې هغوی ګورو زړه مو ماتیږي او خپلې دندې نه شو ترسره کولی.»

په تیرو دوو کلونو کې د بې وزلۍ او وزګارۍ له امله، په ټولنه کې اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي.

عبدالقیوم خواجه زاده له سرپرست حکومت څخه غواړي چې په هیواد کې د ټولو متقاعدینو حقونه ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه