Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنجشیر ته د سراج الدین حقاني سفر

افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني په لومړي ځل پنجشیر ولایت ته سفر وکړ.

په دغه سفر کې د پنجشیر اوسېدونکو لپاره ګڼ پیغامونه نغښتي دي.

سراج الدین حقاني، په یوه ولسي غونډه کې د خبرو پر مهال وايي، د مخالفتونو وخت پای ته رسېدلی او اړتیا ده چې د باور جوړونې لپاره هلې ځلې و شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني وویل: «چې زموږ ستاسې ترمنځ دا اړیکې دومره عادي شي چې زه دا محسوسوم چې دا زما خپل ذاتي ورور دی او ته هم دا محسوسوې چې دا ستا ذاتي ورور دی بیا په منځ کې دا ستونزې په خپله حل کیږي.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، د پنجشیر پر مشرانو هم غږ وکړ چې هېواد ته د راستنیدو لپاره د اسلامي امارت دروازې د ټولو لپاره پرانیستې دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني زیاته کړه: «تاسو د خپلو مشرانو سره ډېره وفاداري وکوله، هغوی مشرانو ته ستاسو په مخ، ستاسو په تضمین ټولې دروازې خلاصې دي. تاسو ته د دوی له امله ستونزې پېښیږي، موږ کوشش کړی چې د پنجشیر ولس نور و نه ځوریږي.»

د دغې غونډې یو شمېر ګډونوال بیا په افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو د شل کلن حضور پر منفي اغېز وغږېدل او زیاته یې کړه چې اوس د قومونو ترمنځ د پیوستون او یووالي وخت را رسیدلی.

د پنجشیر د عالمانو شورا رییس، قیام الدین حنیف وویل: «موږ ټول زیان له همدې برخې لېدلی دی چې زموږ سیاستوالو پر موږ ښکار کړی دی، موږ یې جنګولي یو، د همدوی د نامشروع کړنو له امله دی چې دې ملت اوس درک کړی چې څوک دي.»

دیني عالم، روح الله روحاني وویل: «له شلو کلونو د ډېر وخت لپار د خلکو پر ذهنونو د دین او دې اسلامي نظام دښمنانو فکر او ناسم تبلیغات حاکم وو. اول همدا ذهن زموږ د ځوانانو له ذهنونو وځي.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست داسې مهال په لومړي ځل پنجشیر ته سفر کوي چې تر دې مخکې یې د هېواد ۲۶ ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

شریک یي کړئ