د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس طلوع نیوز ته وايي، اوسمهال په افغانستان کې د نشه يي توکو د بدیل معیشت بېلابېلو پرژو تطبیق ته اړتیا ده او له نړیوالو غواړي، چې په هېواد کې دا ډول پروژې تطبیق کړي.
حسیب الله احمدي زیاتوي، په هېواد کې هېچاته د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کار او بار اجازه نه ورکوي.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیب الله احمدي وايي:«نړۍوال باید د نشهيي توکو په بدیل معیشت کې زموږ له بزګرو سره مرسته وکړي. بندونه ورته جوړ کړي، اصلاح شوي تخمونه او لمریزې هیندارې، ټیکټر ورکړي او هغه بزګر چې ځمکې نهلري او یا يې ځمکې کمې دي د هغوی د تشویق لپاره دې ورته ځمکې واخلي.»
د ښاغلي احمدي په خبره، د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو راهیسې د نشه يي توکو پر ضد څه باندې ۱۰ زره عملیات ترسره شوي دي.
د دغه معینیت د شمېرو له مخې، په دغو عملیاتو کې څه باندې ۱۵ زره تورن کسان نیول شوي، شاوخوا ۹۰۰ د نشهيي توکو کارخونې له منځه وړل شوي او نږدې ۱۴ زره هکټاره ځمکه له نشهيي توکو پاکه شوې ده.
ښاغلي احمدي زیاته کړه:«د نشهيي توکو پر ضد ټول هېواد کې له ۱۰ زره ډېر عملیات ترسره شوي دي، چې په پایله کې يې د ۱۵ زره په شاوخوا کې لوی او واړه قاچاق کوونکي نیول شوي او دوسيې يې عدلي او قضاي ارګانونو ته معرفي شوې دي.»
ورته مهال ځينې بزګر بیا له حکومته د نشهيي توکو د بدیل معیشت غوښتنه کوي.
بزګر محمد علي په دې هکله وویل:«موږ ته باید د مېوو او نور نیالګي راکړي، ترڅو په خپلو ځمکو کې يې کېږدو او له دې سره بزګرو ښه حاصلات لاسته راوړي.»
بزګر محمد اسراییل څرګندوي:«موږ ته باید د بادامو، پیستو او نور باغونه جوړ کړي او اصلاح شوي تخمونه راکړي، چې پر خپلو ځمکو يې وکرو.»
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت پخوانی مرستیال ابراهیم ازهر هم په دې هکله وايي:«د نباتاتو قانوني تولید، بازار او مارکېټ په اوسنیو شرایطو کې د بزګرانو لپاره یو ښه او مهم اساسي اصل دی. د دې ترڅنګه د نشهيي توکو د بدیل معیشت دی، چې د نړۍوالو په مرستې سره بزګر د نشهيي توکو له کښته منع کوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو چارو وزات سیاسي مرستیال، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مرستیالې سره په لیدنه کې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون، چاپېریال ساتنې او نشهيي توکو د بدیل معیشت اړوندو پروژو پر بیا پېل کېدو خبرې کړې دي.