د اکټوبر یوولسمه، د نجونو د نړۍوالې ورځې سره سمه ده، په هېواد کې یو شمېر زده کړیالو نجونو یو ځل بیا د سرپرست حکومت څخه غوښتي تر څو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
د دې سره هممهاله، د امریکا د سولې انسټیټوټ او یو شمېر نورو نړۍوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د نجونو پر وضیعت خواشیني څرګنده کړې او افغانستان کې یې د نجونو حقونو پر تامین ټینګار کړی دی.
افغانستان کې دا ورځ داسې مهال رارسیږي چې، د شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري او پوهنتونونه یې هم پر وړاندې تړل شوي دي.
شپاړس کلنه هدیه، چې د لسم تولګي زده کوونکې ده، وايي د نجلۍ نړۍواله ورځ به هغه وخت ورته ارزښت پیداکړي چې ښوونځي ته لاړه شي.
هدیې، طلوعنیوز ته و ویل: « موږ به تل د نجلۍ ورځ نمانځله، خو د تېرو دوو کلونو راهیسې مو ونشوه نمانځلی. د نجلۍ ورځ هغه ورځ ده چې زه ښوونځي ته لاړه شم، په ټولنه کې شتون ولرم او یو ځل بیا ښوونځي زموږ پر وړاندې پرانیستل شي.»
محصلې رویا، و ویل: « موږ لپاره داسې انګیزه نشته، چې د نجلۍ په نوم ورځ ولرو. څرنګه چې ګورئ پوهنتونونه، کار او ښوونځي زموږ پر وړاندې تړل شوي دي. څه باندې دوه کاله کیږي چې موږ درس نه وایو او موږ نشو کولای چې پرمختګ وکړو.»
یوې بلې زدهکوونکې زلیخا، څرګنده کړه: « د اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې زموږ پر وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیزي او یواځنۍ هیله مو وه چې په دغه ورځ ښوونځي ته لاړې شو. هغه څه چې اسلامي امارت یې په دغه ورځ موږ ته ډالۍ کولای شي، زموږ پر وړاندې د ښوونځیو د دروازو پرانیستل دي.»
که څه هم په دې وروستیو کې اسلامي امارت د نجونو د زده کړو د بیا پرانیستو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې مخکې یې ویلي و، چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر وړاندي په دایمي ډول نه دي تړل شوي.
د امریکا د سولې انسټیټوت په یوه اعلامیه کې ویلي: « په داسې حال کې چې د هېوادونو مشران، مدني فعالان، او کورنۍ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اکټوبر یوولسمه د نجلۍ د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځي، په ریښتیني ډول هغه ستونزې او سختۍ چې په میلیونونو افغان نجونې ورسره لاس او ګریوان دي، په بشپړ ډول د نړۍ لخوا د پلانشویو جشنونو سره په ټکر کې دي. څه باندې ۷۵۰ ورځې کیږي چې افغانې نجونې د طالبانو د نظام د ځپوونکو تګلارو له امله د زده کړو څخه بې برخې پاتې شوي دي.»
د ښځو د حقونو فعالې فاضله سروش، طلوع نیوز ته و ویل: « د اسلامي امارت څخه مې غوښتنه دا ده چې که غواړئ حکومت مو تلپاتې او په پښو ودریږي نو د مهربانۍ له مخې د ټولنې بنسټونو ته پام وکړئ.»
د زده کوونکو کورنۍ هم د خپلو اولادونو د حقونو د تامینولو غوښتنه کوي.
د کابل اوسېدونکي، عبدالجلیل و ویل: « نن د نجلۍ نړۍواله ورځ ده. زه د اسلامي امارت څخه غواړم ترڅو د ښوونځيو دراوزې پرانیزي، ځکه زموږ لورګانې ناهیلې او خفه دي.»
د نجلۍ نړۍواله ورځ هر کال د نجونو د زده کړو، روغتیایي پاملرنو، او د دوی پر وړاندې د توپیري چلند او تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره خلکو ته د خبرداري په موخه نمانځل کیږي.