د ۴شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ د بشري حقونو شورا له لوري د خپل ماموریت له غځېدو خبر ورکړ او له دغې چارې یې مننه هم کړې ده.
په جینوا کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست په خپل اېکس پاڼې لیکلي چې، د بشري حقونو د شورا په غونډه کې چین او پاکستان له جوړ شوي پرېکړه لیک سره موافق نه وو.
خو اسلامي امارت بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ د ماموریت غځول یوه پر ځای پرېکړه نه بولي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «هغه په خپل ماموریت کې له بده مرغه بریالی نه و. هغه به چې کله راپور اخیسته، بررسي به یې کوله او افغانستان ته به راتله او بیرته به تله، ملګرو ملتونو کې به یې موضوعات د عقدې له مخې شریکول. څه به یې چې دلته لېدل او اورېدل هغه یې نه خپرول او خپلو راپورونو کې یې پروپاګند ته ځای ورکاوه.»
یاده شورا کې رېچارډ بنټ د ماموریت غځېدو سربېره د یاد شورا ځینو غړو د دوی په خبره افغانستان کې د بشري حقونو پر نقض اندېښنه وښوده.
جینیوا کې د افغانستان دایمي استازي، نصیر احمد اندېشه و ویل: «افغان ولس ته د ځواب ورکړې او تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې، په افغانستان کې په خپلواکه توګه څېړنیز میکانیزم هم په پام کې ونیول شي. د افغانستان زړور ولس، ښځې او مدني ټولنې د ملاتړ او خپلو لومړنیو حقونو ته د رسېدو وړ دي. سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره باید ځنډ ونشي او اوس د اقداماتو وخت دی.»
د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د امریکا دایمي استازي، میخایل ټېلر و ویل: «بشري حقونه د فرد حقوق دي او که دغه حقونه ورنکړ شي د نورو کسانو د رنځ او د ناراحتۍ لامل کېږي. موږ په افغانستان کې د زده کړو، سفر او ازادیو په تړاو د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شوي محدودیتونه غندو. ښې زده کړې د ټولو حق دی. ښځې او نارینه باید زده کړو ته په مساویانه توګه لاسرسی ولري. امریکا په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ځواب ورکړې د دودېدو لپاره ژمنه ده.»
په دې غونډه کې د پاکستان د استازي مرستیال په افغانستان کې اوږد مهاله بې ثباتي او جګړې په دغه هېواد کې د بشري حقونو د بد وضعیت لاملونه وبلل او همداراز یې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې، د افغان ولس ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د پاکستان دایمي استازي مرستیال، زمان مهدي و ویل: «پاکستان په وار وار له ټولو اړخونو غوښتي چې، د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ پر خپلو ژمنو ودرېږي. په تأسف سره په افغانستان کې اوږد مهاله بې ثباتي او جګړه د بشري حقونو د بد وضعیت اصلي لاملونه دي. پاکستان پر دې نظر دی چې، نړۍواله ټولنه باید له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»
ریچارد بنټ د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وګومارل شو.
په دې اړه مو اندونه