Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا هېواد کې د امریکا او برېټانیا لخوا د اطلاعاتي اډو جوړولو ادعاوې ردوي

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د امریکا او بریټانیا د اطلاعاتي اډو د جوړولو په اړه د روسیې د اطلاعاتي چارواکو ادعا ردوي.

د روسیې ټاس خبري آژانس د دغه هېواد د اطلاعاتي چارواکو له قوله په یوه راپور کې ویلي چې، امریکا او بریټانیا په افغانستان کې د ثبات او امنیت د ګډوډولو په لټه کې دي او په وینا یې دغه دواړه هېوادونه د افغانستان په څو مهمو ولایتونو کې د اطلاعاتي حضور په تړاو د ارزونې په حال کې دي.
 
د روسيې د فدرال امنیتي ادراې رییس، لکساندر بورتنیکوف ویلي: «د امریکا او بریټانیا اطلاعاتي خدمتونه د افغانستان په شاوخوا کې د بې ثباتۍ د رامنځته کېدو په برخه کې اصلي رول لري. د امریکا او بریټانیا د اطلاعاتو سازمانونه د افغانستان په څو مهمو ولایتونو کې د اطلاعاتي حضور د بیا ژوندي په لټه کې دي.»

اسلامي امارت بیا د دغې ادعا په غبرګون کې وايي، چې سرپرست حکومت به په خپله خاوره کې هېڅ هېواد ته د استخباراتي فعالیت اجازه ورنکړي. د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، د نړۍ هېوادونو ته نه ښايي چې، د افغانستان خاوره د سیالیو پر ډګر بدله کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: «له هېوادونو غواړو چې خپلې سیالۍ دلته په افغانستان کې ترسره نه کړي او هڅه دې وکړي چې دا سیالۍ د افغانستان له پولو د باندې وکړي. افغانستان د چا د سیالیو ډګر نه دی.»

د چارو ځینې شنونکي هم د روسیې د دغه چارواکي د ادعا او همداراز د افغانستان په خاوره کې د امریکا او بریټانیا د اطلاعاتي مرکزونو د جوړېدو د ادعا په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ و ویل: «د سیمې او نړۍ هېوادونه د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د افغانستان له اوسني وضعیت ګټه پورته نه کړي او له دا ډول کړنو لاس واخلي.»
 
د سیاسي چارو شنونکي، طارق فرهادي په دې تړاو و ویل: «روسیه له امریکا سره د پروپاګند په جګړه کې ښکېله ده او دا خبرې سمې نه دي. افغانستان یو خپلواک هېواد دی او له هېواد سره چې وغواړي اړیکې ټینګولی شي.»

روسیې تر دې مخکې هم په وار وار امریکا د افغانستان د شمالي سرحدونو پر بې ثباته کولو تورنه کړې وه.
 
شریک یي کړئ