Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ژمي کې د کورنیو بې ځایه شویو له کړاوونو ډک ژوند

د ژمې له رارسېدو سره سم، ځینې کورني بې‌ځایه شوي د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د نشتوالي شکایت کوي.

دوی له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي، تر څو له دوی سره مرستې وکړي.

زرغونه چې د اته کسیزې کورنۍ سرپرسته ده، وايي چې د ژمي رارسېدلو سره یې د سون توکو نشتون له امله اړتیاوې لا زیاتې شوي دي.

زرغونې طلوع نیوز ته و ویل: « دغسې مجبوریتونه دي ماشومان دي،هوا سړه ده، کار نشته، خوراکي توکي نه لرو، سرپرست نه لرو، سرپناه نه لرو، کله چې هوا سړيږي ماشومان کاغذونه راټولوي خو بخارۍ نه لرو.»

ځینې بې‌ ځایه شوي چې د زرغونې په څېر برخلیک سره مخ دي، وایي چې د خوراکي توکو نشتون او د ژمي له رارسېدو سره د سون توکو نشتون د دوي اصلي ستونزې دي.

کورني بې ‌ځایه شوي، قند آغا و ویل: « دغه کاغذونه او کارتنونه د سون لپاره راټولوو، پر دې خواړه پخوو او په همدې بخارۍ هم روښانه کوو. هم کوچنیان د ستونزو سره مخ دي او هم موږ.»

یو بل کورني بې‌ ځایه شوي، عبدالله په دې تړاو و ویل: « تېره ورځ هوا سړه شوه او موږ اندیښمن یو چې راتلونکي ژمي سره څنګه مبارزه وکړو.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د دغو بې ځایه شویو سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزات له لوري مرستو لپاره هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند طلوع نیوز ته و  ویل: « د افغانستان د خلکو اقتصاد دومره پیاوړی نه دی چې ټولو ته یو شان رسېدنه وشي. له دې امله طبیعي ده چې ستونزې لرو او په دغه برخه کې له هېوادونو او نړۍوالو موسسو غواړو چې د دغو بې ځایه شوو سره مرستې وکړي.»

سږ کال ژمی داسې مهال راځي چې اقتصادي ناورین او د بې کارۍ زیاتوالي ډېری هېوادوال ځپلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه