Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نورالدین عزیزي: اسلامي امارت د رسميت پېژندنې ټول معیارونه بشپړ کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له رویټرز سره په مرکه کې ویلي چې، اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې ټول معیارونه بشپړ کړي او له نړۍ  یې غوښتي چې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپیژني.

د دغه وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي زیاته کړې چې اسلامي امارت غواړي چې د چین له یوه کمربند یوې لارې سترې پروژې سره وصل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي و ویل: «له ټولې نړۍ زما غوښتنه دا ده چې، ټول هغه معیارونه چې نړۍ د اسلامي امارت پیژندې لپاره ټاکلي دي هغه یې پوره کړي دي.»

نورالدین عزیزي ټینګار کړی چې اوس مهال په هېواد کې پانګونې ته زمینه برابره ده څو د کانونو، کرنې، صنعت او انرژۍ په برخو کې پانګونې وشي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي زیاته کړه: «دا ممکنه نه وه چې هغه ولایت ته لاړ شو چې ډېر کانونه لرو، یا کرنې لپاره مساعد دی یا صنعت لپاره مساعد دی یا برېښنا او انرژي ده. نن الحمد الله د افغانستان ټولې سیمې پانګونې ته چمتو دي.»

ورته مهال، د اقتصادي چارو یو شمیر شنونکي پر دې باور دي چې په افغانستان کې د سترو پانګونو د پیل لپاره اړتیا ده چې نړۍواله ټولنه خپل لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

د اقتصادي چارو بل شنونکي، سیر قریشي و و یل: «د اسلامي امارت په رسمیت نه پیژندل او سیاسي ګډوډیو د بهرنیو پانګونې شونتیا کمه کړې ده.»
د اقتصادي چارو شنونکي، میر شکیب میر په دې اړه و ویل: «پر افغانستان اقتصادي بندیزونه لکه د افغانستان پانګې ته نه لاسرسی او د افغانستان سوداګریزو بانکونو د فعالیتونو محدودیت او له نړۍوالو بانکونو سره د دوی اړیکو کمېدل د دې لامل شوی چې پر لویو پانګونو اغیز وکړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د روانې اکټوبر میاشتې پر ۱۶مه چین ته تللی او د یوه کمربند یوې لارې په ستره اقتصادي غونډه کې یې ګډون کړی دی.

نورالدین عزیزی همچنان تاکید می‌ورزد که زمینه‌ی سرمایه‌گذاری در بخش‌های معادن، کشاورزی، صنعت و انرژی در کشور فراهم شده است.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه