Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ اوسېدونکي جدې ښار ته د مستقیمو الوتنو پر پیل خوښي ښیي

د مزارشریف ښارو اوسېدونکي له دغه ښار څخه سعودي عربستان ته د مستقیمو الوتنو له پیله خوشحاله دي.

دوی د اسلامي امارت او هوایي شرکتونو له مسوولینو غواړي چې له دغه ښار څخه د نړۍ نورو برخو ته هم د مستقیمو الوتنو لپاره زمینه برابره کړي.

د مزارشریف اوسېدونکي، نثار احمد و ویل: «مخکې داسې و که چا به غوښتل چې د عمرې ته لاړ شي یاد جدې ښار ته لاړ شي لومړی به کابل ته تلل او اوس یو ښه کار شوی چې د مولانا جلال الدین بلخي هوایي ډګر څخه مستقیما جدې ته الوتنې کیږي.»
د مزارشریف بل اوسېدونکي، احمد نوید و ویل: «هر څوک چې د فرضي حج یا عمرې لپاره ځي او له شمال سمت څخه د الوتنو غوښتنه لري اوس کولی شي له مزارشریف څخه د چهارشنبو په ورځو هره اونۍ الوتنه وکړي.»

ورته مهال، د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړۍوال هوایي ډګر مسوولین وایي چې تمه ده له دې وروسته اوونۍ کې یو ځلي له مزارشریف ښار څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته الوتنه وشي.
دغه مسوولین، له مزارشریف څخه د نړۍ نورو برخو ته هم د مستقیمو الوتنو د پیل په موخه د هلو ځلو خبرې کوي.

د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوایي ډګر عملیاتي آمر، احمد خالد اختیاري و ویل: «په دغه الوتنه کې ۱۲۱ تنه مسافر لرو چې لږ شمې یې له کابل او ډېری یې له مزارشریف ښار څخه دي. دا الوتنه له کابل مزارشریف او له مزارشریف جدې او برعکس ترسره کیږي.»
د کام ایر هوایي شرکت استازي، محمد طاهر مصدق په دې اړه و ویل: «زموږ هڅه دا ده چې هند او ایران ته لکه څنګه چې له کابل څخه الوتنې لرو د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوایي ډګر څخه یې هم ولرو.»

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې له مزارشریف څخه د ترکیې استانبول ښار ته هم مستقیمه الوتنه پیل شوې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه