Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ترکیه کې د افغان کډوالو بد وضعیت؛ د پولیسو لخوا نېول کیږي او وهل کیږي

په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو د اندیښنو په دوام، اوس  په ترکیه کې افغان کډوال وايي، چې د دغه هېواد پولیس هغوی له نیولو وروسته وهي ټکوي او ځوروي یې.

یو شمېر هغه افغان کډوال چې له ترکیې بیرته ایران ته استول شوي وایي چې د ترکیې پولیس ورسره انساني چلند نه کوي.

له ترکیې څخه ایران ته استول شوي افغان کډوال، حکمت الله و ویل: « ۲۰ ورځې په وان ولایت کې په یو کمپ کې پاتې شوو. پولیسو ډېر زیات و وهلو، حیوان ته درناوی کوي خو انسان ته نه. وروسته یې د ایران په پوله کې خوشې کړو، هلته هم د ترکیې پوله ساتونکو په ډزو کې د څلورو کسانو څخه مو دوه کسه و وژل شول او دوه کسه ژوندي پاتې شوو.»

له ترکیې څخه ایران ته یو بل استول شوي افغان کډوال، احمدشاه په دې تړاو و ویل: « سهار وه، کار ته روان وو، د ترکیې پولیسو ونیولو. زموږ لاسونه یې وتړل او کمپ ته یی لیږدولو. اصلاً د افغانانو سره د انسان په څېر چلند نه کوي.»

په ایران کې یوه افغانه کډواله د دغه هېواد د چارواکو له لوري د افغان کډوالو رسمي دوسیو ته له نه رسېدنې شکایت کوي او زیاتوي چې په ایران کې له افغانانو سره نامناسب چلند کیږي.

په ایران کې افغانه کډواله، ریحانه وایي: « زما دوه زامن یې په چړو و وهل، یو یې اته ځلې او بل یې پنځه ځلې په چړو وهلي دي، زه له محکمې، امنیتي حوزې او روغتونونو سندونه لرم خو څوک نشته چې غږ مې واوري.»

خو اسلامي امارت وايي، له ترکي چارواکو سره یې په خبرو کې له هغوی غوښتي چې په دغه هېواد کې میشت کډوال و نه باسي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد، طلوع نیوز ته و ویل: « هغوی چې غیر قانوني دي، یو اقدام ورته په کار دی خو د انساني او اسلامي ارزښتونو سره سم دې ورسره چلند وشي، په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونه چې زموږ سره وروڼه دي، باید له کډوالو سره ښه چلند وکړي، ترڅو روغ خپل هېواد ته ستون شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کډالو او راستنېدونکو چارو وزارت یو پلاوی ترکیې ته تللی او هلته یې د ترکیې کډالو ادارې له چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه